افغانستان د صحرا د کرکټ اتلولي وګټله

افغانستان په پایلوبه کې ایرلنډ ه لویه ماتې ورکړه. ایرلنډ د پچې له ګټلو وروسته د بیټینګ پرېکړه، خو افغان بالرانو پرېنښودل چې لوی هدف وټاکي. د ایرلنډ ټوله لوبډله په ۱۴ اورو کې په ۷۱ منډو وسوځېدله. افغانستان دا هدف په اتم اور کې پوره کړ او د صحرا د ۲۰ اورونو د سیالیو اتلولي یې وګټله. افغانستان ایرلنډ ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه. په افغان بالرانو کې محمد نبي څلور، حمزه هوتګ، کریم جنت او فرید ملک دوه دوه ایرلنډیان وسوځول. دا په ۲۰ اورونو کې د نبي تر ټولو ښه توپ اچونه وه.
 هغه په ۲.۲ اورونو کې یوازې ۱۰ منډې ورکړې.
ایرلنډ په نیمه پایلو به کې سکاټلنډ ته د ۲۰۱۲ منډو هدف ورکړ او دسکاټلنډ ټوله لوبډله یې په ۱۱۳ منډو وسوځوله. داسې انګېرل کېده چې شاید ایرلنډ افغانستان ته لوی سرخوږی جوړ، خو افغان توپ اچوونکو پرېنښودل. افغانستان په دغو سیالیو کې ټولې پنځه لوبې وکړې او پنځه واړه یې وګټلې. په دغو سیالیو کې پر افغانستان سربېره، ایرلنډ، سکاټلنډ، هالنډ، نمیبیا، عمان او د متحدو عربو اماراتو لوبډلې وې. د افغانستان د ملي لوبډلې مخکني کپټان او تجربه لروونکي لوبغاړي نوروز منګل هم خپله وروستۍ لوبه وکړه، هغه به اوس د لوبغاړو د غوراوي د کمېټې مشري کوي.
سرچینه: امریکا غږ