ډونالډ ټرمپ د لوړو مراسمو ته روان دی؛ د پلويانو او مخالفينو تر منځ يې شخړې رامنځته شوي

د امريکا لومړني افرو امريکايي جمهور رييس بارک اوباما سپینه ماڼۍ ډونالډ ټرامپ ته پرېښې او ټرمپ به د لوړو مراسمو ته ور روان دی.
په همدې مهال په واشنګټن کې د ټرمپ پر ضد به نن او سبا پراخ لاريونونه هم وشي او له سيمې نه د مخالفینو او پلویانو تر منځ د شخړو رېپوټونه هم ورکول کيږي. امنيتي ځواکونو سخت امنیتي تدابير نيولي دي او په ځينو سیمو کې دې ته اړ شوي، چې د وضعيت د کنټرول په خاطر له کيمیاوي توکو هم کار واخلي.
 
ر

نه يوازې په واشنګټن بلکې د امريکا په نورو لويو ښارونو لکه نيویارک کې هم د لاريونونو تکل شوی.
د فیګارو ورځپاڼې د رېپوټ له مخې، د دغه مراسمو لګښت ۱۷۵ ميليونه ډالره اټکل شوی دی.
ډونالډ جون ټرامپ (Donald John Trump) د۱۹۴۶ ز د جون پر ۱۴ زیږیدلی دی، د امریکا ۴۵ ولسمشر دی، د۲۰۱۶ ز د نومبر پر ۹ د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شو او د خپل سیال هیلري کلنټن څخه یې ټاکنې وګټلې، نوموړی به د۲۰۱۷ ز د جنورۍ پر ۲۰ د ولسمشر په توګه دنده پیل کړي.
ټرامپ پخوانی پانګوال او امریکايي ملیاردیر دی، پخوا یې تلویزوني پروګرام هم چلولی دی او کوم کتاب هم لري.
ټرامپ په امریکا کې د ځمکو د پلور او پېر ستر شرکت لري پر دې سربېره یې یو شمېر قمارخانې، هوټلونه او د ګلف لوبغالي هم اداره کړي دي، خو نه یې سیاسي فعالیت کړې او نه پوځي.