له ښه بخته د تېرو لسیزو په پرتله؛ وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې زموږ په هېواد (افغانستان) کې د زده کړو اسانتیا ښه برابره شوې.
پر پلازمېنې کابل سربېره، د هېواد په ډېرو ولایتونو کې، هم دولتي پوهنتونونه فعال دی او ورسره په خواکې خصوصي هغه هم فعالیت لري.
په زرګونونو ځوانان مو په دولتي پوهنتونو کې درس وایي.
دغه راز په همدومره کچه (زرګونه) په خصوصي پوهنتونو کې په زده کړو بوخت دي.[هغوی چې له مالي اړخه وس یې لري.]
همداشان له دولتي او خصوصي پوهنتونونو هر کال په زرګونه ځوانان په بېلابېلو برخو کې له زده کړو وروسته فارغېږي.
خو اساسي ستونزه ځوانانو ته د کاري اسانتیاو نشتوالی یا لږوالی دی.
ګڼ شمېر ځوانان چې کلونه کېږي له پوهنتونونو فارغ شوي؛ خو لاهم د کار په لټه کې دي او لا نه دي بریالي شوي، چې ځانونو ته کار ومومي.
له پوهنتونو فارغ شوي ځوانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او په یوه ډول ځانونه پر ټولنې او خپلو کورنیو «یو پیټی» بولي.
ځینې یې دا وضعیت زغملی شي؛ خو ځیني نور بیا سخت ناهیلي کېږي.
دغسې وضعیت په لیدو سره، د ډېرو فکر ته دا خبره راشي چې دا لوستي، بې روزګاره ځوانان به، هماغسې [ تېرو لسیزو په څېر] نالوستي ښه و، که اوس چې لوستي دي، بې روزګاره؟!
په تازه بېلګه کې همدا تېره اوونۍ د یوه خصوصي پوهنتون د محصلینو فراغت غونډې ته ورغلی وم.
تر مراسمو وروسته یوه ځوان چې کال وړاندې له پوهنتونه فارغ شوی وو، له پوهنتونه تازه فارغ ځوان ته یې وویل: "وروره! اصلي جنجال دې اوس پیل شو، دندې پسې به ګرځي، نه به پیدا کېږي."
رښتیا هم همدغسې ده...
ددې ستونزې حل له پاره ډېر مسوولیت د دولت دی چې باید ځوانانو ته د کارموندنې په برخه کې ډېرې هڅې وکړي او لږترلږه همدې لوستو ځوانانو ته کاري اسانتیاوې برابر کړي.
همداشان پانګوال او سوداګر هم کړی شي ګڼ شمېر ځوانانو ته کاري اسانتیاوې برابرې کړي.
خو له پوهنتونونو فارغ شوي لوستې ځوانان باید دا څېر وضعیت وزغمي، ویې زغمي او بیا یې هم وزغمي.!
او روښانه راتلونکي ته یې هیله من پاتې شي.
وروستي