پوتین: د روسيې نجونې د نړۍ تر ټولو ښايسته دي، خو ټرمپ د دوی لپاره روسيې ته سفر نه و کړی

د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين ويلي، چې ګومان نه کوي د امريکا منتخب جمهور رييس ډونالډ ټرمپ دې روسيې ته په دې موخه سفر کړی وي، چې د تن پلورونکو نجونو سره اړيکې ټينګې کړي او په دې هکله چې کوم تورنو پر ټرمپ پورې کيږي د هغه کمپاين برخه ده، چې د امريکا ټاکنې بې ارزښته کړي.
د «اېنډپينډنټ» ورځپانې د رېپوټ له مخې، پوتين په روانه اونۍ کې په يوه خبري کنفرانس کې په کريملين کې وويل: «هغه ادعاګانې چې د ټرمپ پر وړاندې کيږي، سمې ندي او تورونه دي.»
پوتين هغه کسان، چې د ټرمپ په مقابل کې «تخريبي بريدونه» تر سره کوي، «تر فاحشو بدتر» بللي او زياته کړې، چې دا ډول اشخاص هيڅ ډول ارزښتونو ته ژمن ندي.
د پوتين په وينا: «هغه مهال چې ټرمپ مسکو ته سفر کړی و، سیاستمدار نه و او روسيې د ده له سیاسي موخو خبر نه درلود او دا چې روسيه دې د هر ميلیاردر څارنه وکړي، دا ډول انګيرنه ليونتوب دی.»
پوتين د خپلو خبرو په ادامه کې وويل: «ټرمپ باشخصیته دی. د کلونو په اوږدو کې يې د ښايسته نجونو د غوره کولو د سيالۍ لپاره لګښتونه ورکړي دي. دا په دې مانا ده، چې د نړۍ د ډيرو ښايستو ميرمنو سره يې ليدلي دي. نو له همدې امله په دې باور کول، چې نوموړی دې د تن پلورونکو نجونو سره د ليدو په موخه يو هوټل ته راغلی وي، سره له دې چې په دې کې شک نشته، چې زموږ نجونې د نړۍ تر ټولو ښايسته دي.»
په همدې مهال د روسيې د جمهوري ریاست ماڼۍ کريملين، د ټرمپ په هکله د هر ډول رسوا کوونکو لاسوندونو درلودل رد کړي دي.
مخکې تر دې د امريکا څارګرو ادارو ويلي وو، چې داسې نا تائيد شوي رېپوټونه شته، چې ټرمپ په هکله روسيه ځينې رسوا کوونکي اسناد لري.
د يادونې ده، چې په ۲۰۱۳ ز کال کې ټرمپ، د نړۍ د «ښايسته نجلۍ» د جايزې د ورکړې لپاره، شخصا مسکو ته سفر کړی و.