تهران کې ۱۵ پوړيزه وداني تر اورلګيدنې وروسته نسکوره شوه

د ايران پلازمينې تهران کې، د پلاسکو په نوم هغه ۱۵ پوړيزه وداني، چې د استانبول په څلور لاري کې واقع ده، تر اورلګيدنې وروسته نسکوره شوه.
په دغه وداني کې چې تيره ورځ سهار مهال اور په کې لګيدلی و، په بشپړه توګه نسکوره او ویجاړه شوې.
د لومړنيو رېپوټونو له مخې، تر اوسه ۳۰ کسان په دغه پېښه کې وژل شوي او تر ۷۰ تنو ژوبل شوي دي.