دپاکستان په هکله د افغاني چارواکو خطاء خبره!

د پاکستان او افغانستان تیر ۴۰ کلن تاریخ 
د مستنداتو پر مټ ثابتوي چې پاکستاني استابلشمنت په افغانستان او سیمه کې اور ته لمن وهلې. د افغان ولس عام وژنه له هماغه اوله د پاکستان برنامه وه او ده. په دغه افغان وژنه کې کله او یا ‌‌‌‌‌‌ډېر خلي سناریو او پېسې دبل زبر ځواک خو اجرا کوونکی پاکستان او ای اس ای وه او دی. داخبره د نورو مستنداتو سره سره د جنرال جنرال اسد درانی د ای اس ای پخواني مشر، د جنرال مشرف، سرتاج عزیز او ... په خبرو کې د دندو نه د ګوښه کیدو روسته او یا غیر مسقیم داسې اقرار ونه وجود لري. شواهد هم زیاد دي خو افغان بې کفایته چارواکو هغه په موقع نړۍ ته نه دي پېش کش کړي.
نو نتیجه دا شوه چې مړهم زه یم او پړ هم زه.
پاکستاني برحاله مقاماتو هیڅکله هم افغانستان ته او یا جهان ته دا خبر او ګواښ نه دی کړای چې پاکستان ددغې او یا هغه تروریستي حادثې غچ به له افغانستانه اخلي. اماعمل کې افغانستان کې تقریبا اکثریت تروریستی عملیات د پاکستان تر اشراف لاندې دي او تروریستان هلته پاکستان کې ازادانه ناستې ولاړې کوي او افغانستان او سیمه کې دهشت خلقوي ، افغانان وژني او له جهانه جزیه هم اخلي.
د پاکستان مکار حاکمیت د افغانستان سره خبر او افغانستان مخاطبول د جهان مخاطبول په سیاسی او میدیایی جګړه کې ګڼي چې همداسې هم ده.
نو اوس راشو د افغانستان حکومتی تهدید چې پاکستان ته وایی چې د قندهار د تروریستي جنایت عاملین پاکستان کې دي او مونږ غچ ته لیوال یو...
داسې خامه او بې ځایه خبره په نړیواله کچه د کولونه ده.
له ویلو پرته عمل په کار دی.
افغانستان ‌‌‌‌‌‌ډېر بالقوه امکانات لرل اولري چې لا تر اوسه یې نه تنها چې بالفعل نه کړل بلکې ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه فرصتونه یې ضایع کړل
او لا ضایع کوي!
نه پوھیږم دغه افغاني مشران به کله سیاست او ښه اداره او ښه دولتداري زده کوي.
زما مشوره: لاړ شئ د ای اس ای شاکردي وکړئ او بیا حکومتداري!
الله تعالی دې درته هدایت وکړي. په ويلو او ليكلو ستړی شوم. خو یا ستاسې غوږو ته نه رسي یا اخذه کې مشکل دی.
دوکتو صلاح الدین سعیدی
٠٠٤٤٧٨٨٦٤٧٤٦٣٨
١٨/١/٢٠١٧