چــې ځواني په تيريدو شي
چــــې ګلان په رژيدو شي
ښايسته وجـــود دسروې
هريو شاخ په کاږيدو شي
چې دسره رخسار په ټنډه
اوښکه توی په کړنګو شي
د ځوانۍ د شنــــو ګلانو
پاڼې زيړې په لويدو شي
چې درياد شي تيروختونه
دځوانۍ د وخت سيلـــونه
عقل نــــه مني تير شوي
زړګی هم په درديدو شي
ژوندون اوږد شان اسويلی شي
هيلـــــه هيلـــــه شي ايلـــی شي
ټول په يوه غونډه کې جمع
هر څه هير شي خړ مرګی شي
اوس د تير عمر کنجوکې جای نماز ولټوه
په توبو په درودو سر شه خپل اغاز ولټوه
مير احمد شاه پښتون اديسه
وروستي