د استانبول د برید تورن کس په افغانستان کې روزل شوی و

د ترکیې د استانبول والي وايي، د نوي کال په شپه پر نایټ کلب مشکوک بریدګر عبدالقادر ماشاریپف په افغانستان کې روزل شوی و او په برید کې یې خپل لاس لرل منلي دي.
د استانبول والي واسپ شاهین ویلي، اټکل کېږي چې مشکوک یو کال وړاندې د ۲۰۱۶ کال جنورۍ کې ترکیې ته تللی وي.
ده وویل، نیول شوي مشکوک د برید په ترسره کولو اعتراف کړی او د ګوتې نښې یې د برید په ځای کې له څېړل شوو ګوتنښو سره یوشان دي.
پر رینا نایټ کلب په برید کې نهه دېرش کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
په وژل شوو کې د اسرائیلو، فرانسې، تونس، لبنان، هند، بلجیم اردن او سعودي عربستان وګړي هم وو.
د برید پړه د (اسلامي دولت) داعش په نامه ډلې ومنله، چې په وینا یې دا برید یې په سوریه کې د ترکیې د پوځي مداخلې په غچ اخیستو کې کړی.
پولیسو د دوشنبې په ماښام په استانبول کې د یوه قرغېزستاني په کور کې مشکوک ونیو. ترکي رسنیو وویل، د مشکوک ملګری او درې نورې ښځې هم نیول شوې دي.
ښاغلي شاهین وویل، ځینې ناسم رپوټونه خپاره شوي چې له مشکوک سره د هغه څلور کلن زوی هم د نیول کېدا پرمهال و. دی زیاتوي، پولیسو په کور کې تومانچې، چاودېدونکي توکي او بهرنۍ پیسې هم موندلې دي.