باجوه: که کابل له تورونو لاس واخلي د سولې پروسه کې مرسته کوو

د پاکستان پوځ لوی درستیز وایي، پر پاکستان د افغانستان له ‌خوا د تورونو لګول د سولې پروسې ته زیان رسوي او که کابل د دغو تورونو له لګولو لاس واخلي، پاکستان حاضر دی چې د سولې پروسې په پرمختګ کې مرسته وکړي.
جنرال قمر جاوید باجوه یو وار بیا د افغانستان تورونه چې وایي هغه ترهګر چې پر افغانستان بریدونه کوي په هغه هېواد کې ازاد ګرځي او مرکزونه لري، رد کړل او ویې ‌ویل چې په وروستیو پوځي عملیاتو کې یې د ترهګرو ټول مرکزونه له‌ منځه وړي دي.
هغه یو وار بیا د خپل هېواد پر دریځ ټینګار وکړ او ویې ‌ویل چې هېواد یې په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي، خو د ده په خبره د دغو تورونو د لګولو لړۍ باید پای ته ورسول شي.
جنرال قمر جاوېد باجوه دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې چې له افغان ولسمشر سره ‌یې ټیلیفوني خبرې کړې وې، تېره ورځ په راولپنډۍ کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له مشر جنرال جوزېف وټل سره په کتنه کې وکړې.
پاکستاني رسنیو د دغې کتنې په اړه په افغانستان کې د سولې د پروسې په ګډون د پاکستان د پوځ د لوی درستیز یو لړ مهمو ټکو ته پام اړولی او ویلي یې دي چې ښاغلي باجوه دغه امریکایي پوځي مشر ته ویلي چې پاکستان په سیمه کې د سولې او امنیت په ټینګښت کې مهم رول لوبولی دی.
د پاکستان پوځ لوی درستیز دغه ‌راز ویلي چې د افغانستان له‌خوا د تورونو لګول د سولې پروسې ته زیان رسوي او که کابل د دغو تورونو له لګولو لاس واخلي، پاکستان حاضر دی چې د سولې د پروسې په پرمختګ کې مرسته وکړي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز يو ځل بیا پر دې خبرې ټینګار کړی چې د ترهګرو ډلو پر ضد په روانو عملیاتو کې یې ټولې ډلې له توپیر پرته په نښه کړي او د هغوی مرکزونه‌ یې له ‌منځه وړي دي.
د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه د ترهګرو د مرکزونو د له ‌منځه وړلو خبره په داسې حال کې کوي چې افغان ولسمشر اشرف غني د تېرې یکشنبې په ورځ هغه ته په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې د افغانستان د وروستیو ترورېستي حملو عاملان په پاکستان کې ازاد ګرځي او دې هېواد د دغو سخت دریځو په وړاندې تر اوسه هېڅ پوځي اقدام نه‌ دی کړی. اشرف غني دغه‌راز وویل، حکومت‌یې کلکه اراده لري چې د دغو حملو له عاملانو غچ واخلي.
د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه دغه ‌راز د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له مشر سره چې په افغانستان کې د روانو پوځي عملیاتو د تنظیم چارې ور له غاړې دي په خبرو کې د سیمې د امن کولو په برخه کې له امریکا سره د خپل هېواد په تېره بیا د ترورېزم په وړاندې روانه مبارزه کې همکاري ستایلې او یو واربیا یې ژمنه کړې چې له افغانستان او په دې هېواد کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ له مأموریت سره به د افغانستان پاکستان په پوله د پرتو سیمو د امن کولو لپاره ګډ کار او هماهنګۍ ته دوام ورکړي.
په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ مشر د ترورېزم په وړاندې روانه جګړه کې له امریکا سره د دې هېواد د ښې همکارۍ خبره کوي، ډېرو لوړپوړو امریکایي او افغان چارواکو دغې همکارۍ ته د شک په سترګه کتلي او ویلي یې دې چې پاکستان دوه مخې پالېسي مخ ته وړې ده.