په دوه کلنۍ کې هر ورځ ۴۰ سیګریټ څښلو ماشوم په څه حال کې دی

په ۲۰۱۰ کال کې یو ماشوم چې د اندونیزیا هیواد اوسیدونکي و، ټوله نړۍ په دې حیرانه کړه چې هر ورځ به یې ۴۰ سیګریټ څښل .
د اندونیزیا هیواد د «چین سموکر بن چکا» سیمې اوسیدونکې اردی ریازل په نوم ماشوم هغه وخت نړۍ ته ځان ښکار کړ، چی ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه او د ده عمر دوه کاله و او هر ورځ به یې ۴۰ سیکریټه څښل او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د سیګریټ څښونکې حیران کړي و.
کله چې له مور او پلار څخه یې د یاد عادت په اړه پوښتنه وشوه، نو مور او پلار ورته وویل: اردی ریازل ته چې کله سیګریټ ورکړل نه شي نو غوسه کیږي او نارې او چیغې وهی او خپل سر له دیوال سره وهي، چې په وخت کې ځان سست او ناروغه ګڼې.
C:UsersRohiDownloads16144011_1874191212817921_1183256353_n.jpg

د یاد ماشوم مور او پلار داسې فکر کولو، چې که سیګریټ څښې نو صحتمند معلومیږې، خو کله چې د یاد ماشوم خبرې او ویډیو خپره شوه، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له غبرګون سره مخ شول او د اندونیزیا له حکومت څخه غوښتنه وشوه چې ماشوم باید یاد عادت پریږدي او خپل عادي ژوند ته دی راوګرځي.
په حقیقت کې دومره سخت غبرګون وښودل شو، چې د اندونیزیا حکومت په ټول هیواد کې ماشومانو د دخانیاتو په کارولو بندیز ولګوه، او اردي هم تیار شو چې نشه پریږدي.
کله چې اردی نشه پریښودله نو بل بد عادت باندې اموخته شو چې د بې ګټې موادو خوړلو ته مخه کړه چې له دې سره يې وزن زیات شو او مور او پلار یې په اندیښنه کې شول.
د اردي مور او پلار د غذایې موادو کارپوهانو سره مشوره وکړه او د بې ګټې موادو خوړلو څخه منع کړ، چې اوس اردی اته کلن دی او روغتیایې حالت هم ښه دی، چې وزن هم برابر شوی دی.