د ناټو سازمان په اړه د ټرمپ څرګندونو د جرمني او فرانسې غوسه پارولې

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ او د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا میرکل د کډوالو په اړه د جرمني پر تګلارې د ډونلډ ټرمپ پر سوځنده نیوکې توند غبرګون ښودلی.
د فرانسې ولسمشر وايي اروپا د نورو مشورو ته اړتیا نه لري چې ووايي څرنګه کار باید وکړي.
ښاغلي ټرمپ د جرمني له بیلډ ورځپاڼې سره په خبرو کې د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل د کډوالو پر سیاست نیوکه کړې وه او هغه یې یوه ناورینه ډکه تېروتنه بللې وه.
ټرمپ دغه راز ویلي وو، چې ناټو زوړ او له کاره لوېدلی جوړښت دی، چې دې خبرو یې د ناټو مشرانو غوسه راپارولې ده.
ده د جرمني موټر جوړونې یوه شرکت ته هم ګواښ کړی که مکسیکو کې خپل تولید پیل کړي، نو دی به پرې مالیه ډېره کړي.
نوموړي د کډوالو د چارو په اړه ویلي: "زما په اند د دغو ټولو ناقانونه کډوالو منل یوه ناوریني تېروتنه ده، که دوی له هرځای نه راغلي وي".
خو اغلې میرکل یې په ځواب کې ویلي، اروپايي ټولنه باید د خپلو تګلارو مسؤوله وي او اروپایان خپل برخلیک په خپله ټاکي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ ویلي، اروپايي ټولنه "له امریکا سره د ځینو پروګرامونو عملي کولو په درشل کې ده، خو دغه اړیکې به د اروپا پر ګټو او ارزښتونو ولاړې وي.
ټرمپ د افغانستان او عراق په اړه په هم په خپلو څرګندونو کې ویلي چې افغانستان په ډېر بد لوري روان دی او له داعش نه د عراق د موصل بېرته نیولو عملیات هم بشري ناورین رامنځ ته کوي.