په امریکا کې هره اوونۍ یو تن د ماشوم په ډزو مرې

په امریکا کې د حیرانتیا خبره نه ده، چي د ماشوم په ډزو هره اوونۍ یو تن امریکنی وژل کیږي، ځکه داسې پیښې په امریکا کي له ډیره وخت راهیسې جریان لري.
امریکا په نړۍ کې د اټومې وسلو لرلو له کبله پیژندل شوی هیواد او هر اوونۍ د یو ماشوم د لاسه د یو تن وژل کیدل او هغه برسیره په ایالتونو کې یې د قانون نه سختول.
پریس یونین ویبپاڼي په خپره شوی راپور چي د واشنګټن پوسټ په حواله لیکلي؛ په ۲۰۱۵ کال کې هره اوونۍ یو ماشوم يو تن په ډزو وژلي او د دې خبر په خپرولو سره ټول حیران وو خو تعداد هم صحیح ښودل شوی وو.
ویبپاڼه همدارنګه د امریکا د امنیتې چارواکو له قوله لیکلي؛ په ۲۰۱۶ کال کې هم د ماشومانو له لاسه په یوه اوونۍ کي یوتن پخپله ځان او یا بل وژلي دی.
راپور کي راغلي د تیر کال په پرتله ۲۰۱۶ کال کې د ماشومانو په ډزو کي ۶ فیصده زیاتوالې راغلي، او هر کال د ډزو په پېښو کې زیاتوالی راځي چي تر اوسه د امريکا حکومت قانون نه دی سخت کړی او ورځ تر بلي حالات د خرابیدو په حال کي دي.
راپور کي همدارنګه راغلي؛ د ۲۰۱۶ کال یواځي د اکتوبر میاشتي کي د امریکي په مختلفو ایالتونو کې د ماشومانو په ډزو کي ۵۱ تنه وژل شوی او د ۲۰۱۵ کال په همدې میاشت کي ۴۷ تنه وژل شوي وو.