د بشر د حقوقو رپوټ

اجرايي لنډيز
په افغانستان کې د وسله والې جګړې د شدت او خپريدنې سره په ٢٠٠٩ کې د ملکي تلفاتو اندازه زياته شوې ده. په
٢٠٠٩ کال کې نږدې ۵٩٧٨ ملکي وګړي يا خو وژل شوي او يا هم ټپيان شويدی چې دا په ٢٠٠١ کې د طالبانو د
رژيم د راپرزيدو وروسته ډيره لوړه شميره ده. د هيواد په جنوبي برخو کې چيرته چې جګړه ډيره شديه ده ډير
زيات کسان اغيزمن شوي دي. د ټولو ملکي تلفاتو نږدې نيمايي چې 45 سلنه کيږي په جنوبي سيمه کې ترسره
شوي دي. د تلفاتو لوړې شميرې همدارنګه په جنوب ختيځو برخو کې ( ١۵ سلنه)، ختيځو برخو کې ( ١٠ سلنه)،
مرکزي سيمو کې ( 12 سلينه) او لويديځو سيمو کې ( ٨ سلينه) منځته راغلې دي. په پخوانيو ټيکاو لرونکو سيمو
لکه شمال ختيځ کې هم نا امنۍ راغلي چې دلته د کندز د ولايت يادونه کولای شو. د ملکی تلفاتو د شميرې د
زياتوالی سره سره جګړه ځپلې وګړي د خپل معيشت له لاسه ورکولو، بې ځايه کيدنو او د هغوي د ملکيت او
شخصي شتمنيو د تخريب او ويجاړتيا سره هم مخ شوي دي.
د يوناما د بشري حقونو څانګې د ٢٠٠٩ کال د جنورۍ د لومړۍ نېټې څخه د دسمبر د مياشتی تر ٣١ پورې ټولټال
٢۴١٢ ملکی مړينې چې رامنځته شوي دي ثبت کړي دي. دغه ارقام د هغو شميرو په پرتله ١۴ سلينه زياتوالی
۶٧ ٪) يې هغه وژنې دي چې د دولت ضد عناصرو له خوا رامنځ ) ښي چې په ٢٠٠٨ کې ثبت شوي دي، ١۶٣٠
٢۵ ٪) يې دولت پلوه ځلواکونو ته منسوب تلفات دي. پاتې ١٨۶ مړينې ( ٨ ٪) په ) ته شوی دي او نوری ۵٩۶
جګړه کې د اخته اړخونو په يوه خوا پورې هم نه دي منسوب، ځکه چې ځينې ملکي وګړي د متقابلو ډزو له امله
او يا هم د نا چاودو مهماتو له کبله وژل شوي دي.
د دولت ضد عناصر د ملکي تلفاتود زياتې برخې د مړينو مسووليت په غاړه لري. د ملکي وګړو مړينې چې د
راپورونو له مخې د مخالف وسله وال لوري له خوا ترسره شوي دي، د ٢٠٠٨ او ٢٠٠٩ کلونو ترمنځ يې 41 سلنه
زياتوالی موندلی دی، چې د ١١۶٠ څخه تر ١۶٣٠ تنو پورې رسيږي. هغه مړينې چې د شورشيانو د اړوندو
فعاليتونو په نتيجه کې رامنځته شوي دي په ٢٠٠٩ کې يې تناسب د دولت پلوه ځواکونو له خوا د رامنځته شويو
تلفاتو په پرتله نږدې يو پر درې ته رسيده. ١٠۵۴ تنه ملکي وګړي د ځانمرګو بريدونو او د نورو تعبيه شويو
چاوديدونکو مهماتو د بريدونو په پايله کې چې د دولت ضد عناصرو له خوا ترسره شوي دي، رامنځته شوي دي او
٢٢۵ هغه قربانيان دي چې د قتلونو او وژنو هدف ګرځيدلی دي. دا هغه اکثريت تلفات دي چې د دولت ضد
عناصرود فعاليتونو په نتيجه کې راغلي دي او د ټولې شميرې څخه ۵٣ سلنه د ٢٠٠٩ د ملکي تلفاتو جوړوي. ټول
سره يو ځای د دغو تاکتيکونو له امله د وژنو شميره ٧٨ سلنه د غير جنګي وګړو د مړينې جوړوي چې په وسله
وال اپوزيسيون پورې تړاو لري د دغو ټولو تلفاتو شميره چې د دولت ضد عناصرو د فعاليتونو په نتيجه کې
رامنځته شوي دي په ابتدايي ډول د راکټونو د بريدونو او د ځمکنيو نښتو په وجه ده چې په دې کې ملکی ننداره
چيان او يا ولاړ کسان نيغ په نيغ اغيزمن شوي دي.
ځانمرګو بريدونو د نوروهر ډول تاکتيکونو په پرتله زيات تلفات رامنځته کړي دي، چې ١٠۵۴ تنه ملکيان يې
وژلي دي چې دا په ٢٠٠٩ کې د ټولو ملکي وژنو ۴۴ سلنه جوړوي. که څه هم په دغه ډول بريدونو کې په لومړی
پړاو کې دولتی او يا هم نړيوال وسله وال ځواکونه تر هدف لاندې راغلي دي، هغه اکثره وخت په داسې ځايونو
کې ترسره شوي دي چې په کې ملکي وګړي زيات تيريږي راتيريږي او يا اوسيږي. ملکي وګړي همدارنګه په
قصدي او عمدي توګه د وژنو، اختطافونو او اعدامونو لاندې راغلي دي چې که په هغوي د دولت او يا هم د
نړيوالې ټولنې سره د تړاو ګومان او شک شوی دی، په پراخه پيمانه ملکي وګړي چې په کې د ټولنو مشران،
پخواني نظامي افسران، ډاکټران، ښوونکي او د ساختماني چارو کارکوونکي شامل دي تر بريدونو لاندې راغلي
دي. نور فعالين لکه ملګري ملتونه اوغير دولتي موسسې هم تر هدف او بريد لاندې راغلي دي، زياتره وخت ورته
ګواښونه متوجه شوي دي او په ځينو حالاتو کې د تيري او خشونت قربانيان دي. د دغو کړنو او اقداماتو د لارې
وسله وال اپوزيسيون په زياته اندازه د ملکي وګړو د مصيبتونو او ناورينونو په پام کې نه نيولو څرګندونه کوي.
د ملکي وګړو سره يو ځای دنظامی برخو مخلوطوالی او اکثره وخت د اوسيدنې د کورونو څخه د پايګاوو او
مرکزونو په توګه کار اخيستني ملکي وګړي د وسله وال اپوزيسيون د بريدونو د خطر سره مخ کړي دي.
حکومت پلوه قوتونه- افغان ملي امنيتي قواووي او نړيوالې نظامي قواوي- د ۵٩۶ ثبت شويو ملکي وژنو
مسووليت لري. دغه رقم په ٢٠٠٩ کې د ټولو ثبت شويو ملکي تلفاتو ٢۵ ٪ په ډاګه کوي. په دې ډول حکومت پلوه
قواوو ته په منسوب شويو ملکي تلفاتو کې د ٢٠٠٨ په پرتله ٢٨ ٪ کموالی راغلی دی. دغه کموالی هغه اقدامات
منعکس کوي چې بين المللي نظامي قوتونو د دې لپاره غوره کړي وو څو په عملياتو کې د ملکي کسانو لپاره د
خطر اندازه کمه شي.
که څه هم مثبت ګامونه اوچت شوي دي، د حکومت پلوه ځواکونو د عملياتو له امله ملکي وګړي لا اوس هم په
خطر کې دي، د يوناما د بشري حقونو څانګې ٣۵٩ ملکي تلفات ثبت کړي دي چې د هوايي بريدونو په ذريعه وژل
شوي او د ملکي تلفاتو په جمله کې چې حکومت پلوه ځواکونو ته يې نسبت کيږي 61 % حوړوي. دغه شمير د
ټولو ملکي تلفاتو چې په ٢٠٠٩ کې د وسله والې جګړې په دوران کې شوې دي ١۵ ٪ جوړوي. بين المللي نظامی
قوتونو او افغان امنيتي ځواکونو دغه راز، يو لړ ځمکنی عمليات ترسره کړي دی چې په ترڅ کې يې ملکي وګړو
ته زيان رسيدلي دي. په دې عملياتو کې ډيرې پلټنې او نيونې شوې دي، چې په ترڅ کې يې ترحده زياته قوه په
کارول شوې ده ، ملکيتونو ته تاوان رسيدلی او کلتوري حساسيتونو ته ، په تيره بيا د ښځو په وړاندې، پام نه دی
شوی.
د يوناما د بشري حقونو څانګه د نظامي اډو له موقعيت څخه انديښمنه ده خصوصا هغه اډې چې د ملکي وګړو د
مشتيدو په سيمه کې او يا هغوي ته نږدې پرتې دي. ملکي خلکو ته د دغو اډو نږدې والی دغه وګړي له زيات
خطر سره مخامخ کوي، ځکه نظامي اډې ډير ځله د وسله واله مخالفو قوتونو د بريد هدف ګرځي. ملکي کسان
وژل شوی يا ژوبل شوي دي، ځکه چې دوی نظامي اډو ته نږدې پراته وو، د دوي کورونه او ملکيتونه زيانمن
شوي او له دې سره دوي د عايداتو او معيشت وسايل له لاسه ورکوي. د نظامي تاسيساتو نږدې والی د ملکی خلکو
د ميشت سيمو ته د دې لامل هم ګرځي چې د ټولنو په منځ کې ويره او بې اعتمادي راپيدا شي او دوي د بين المللي
نظامي قواوو څخه بېزاره شي ځکه د جنګ په مابين کې واقع وي او يا په حکومت يا حکومت پلوه نظامي قواوو
باندې د حکومت ضد عناصرو د بريدونو په نتيجه کې قربانې شي.
بين المللي نظامي قوتونو په ٢٠٠٩ کې ځينې ستراتيژيک او مشخص ګامونه واخيستل چې د ملکي تلفاتو اندازه
راټيټه کړي. د ايساف په قوماندې کې بدلون، د قوماندې ښکاره جوړښت او د تاکتيک په لحاظ نوی لارښوونې د
ايساف له دې هڅو سره مرسته کړې ده چې په ملکي وګړو باندې د جګړې اغيزې کمې کړي. خو د ملکي تلفاتو د
تعقيب څانګه چې په ٢٠٠٨ کې په ايساف (دې ته ورته ميکانيزم د امريکايي دمتحده ايالاتو په قواوو کې) کې
دومره اغيزمن و نه خوت چې د يوناما انديښنو ته په هر وخت کې ځواب ووايي. دې ته اړتيا شته چې بايد د تعقيب
د څانګې د ښه والی لپاره نور ګامونه پورته شي، څو دغه کار د ملکي تلفاتو د پيښو په اړه نور هم ګټور ثابت شي.
دغه راپور چې په افغانستان کې د ٢٠٠٩ کال د ملکي تلفاتو په باره کې تيار شوی دی ، د يوناما د صلاحيت په
٢٠٠٩ ) پريکړې له مخې ورکړل شوی دی. د يوناما د بشري ) تعقيب جوړ شوي چې د امنيت شورا د ١٨۶٨
حقونو څانګه يولړ فعاليتونه په نظر کې لري چې د جګړې اغيزې په ملکي کسانو باندې کمې شي. په دې فعاليتونو
کې د هغو پيښو په بې پلوه او خپلواک ډول څارنه چې ملکي خلک په کې تلف کيږي او يا ژوبليږي او د مو جوده
تمايلاتو تحليل شامليږي څو هغه شرايط تشخيص شی چې د ملکي خلکو د ژوند د تباهۍ سبب ګرځي.
د يوناما د بشري حقونو افسران (داخلي او نړيوال) چې په افغانستان کې کار کوي له ډيرو تخنيکونو څخه ګټه اخلي
چې د مشخصو قضيو په باب معلومات راغونډ کړي.
له دې څخه وړاندې چی توضيحات په يوه خوندي ډيټابيس کې ثبت شي، د بشري حقونو د څيړنو د کارکوونکي د
اتبار او باوريتوب په خاطر اطلاعات په وار وار د يو شمير سرچينو په وړاندې تحليل او کتل کيږي. د ٢٠٠٩ د
جنوري په مياشت کې يو بريښنايي ډيټابيس جوړ شو. دا ډيټابيس پدې موخه جوړ شوی څو د اطلاعاتو په
راغونډولو او تحليل او د عمر او جنسيت د....؟ ديو ځای کولو په شمول آسانتياوې برابرې کړي دي . د کار د
چاپيريال څخه د راپورته شويو محدوديتونو، لکه د ځينو عملياتو د ګډ ماهيت او په يو شمير زياتو مواردو کې د
ډول ډول پوځي فعالينو او ياغيانو ترمنځ د تشخيص او پيژندلو د ابتدايي سرچينې د بې کفايتۍ له امله، د يوناما د
بشري حقونو څانګه دخاصو پيښو لپاره د دې مسووليت حکومت پلوه ځواکونو يا حکومت ضد عناصرو ته
منسوبوي. د يوناما د بشري حقونو څانګه پدې راپور کې د وړاندې شويو احصايو د بشپړوالی ادعاء نه کوي، د
کار د چاپيريال د محدوديتونو په نظر کې نيولو سره، کيدای شي وضيعت همدا شان وي او د يوناما د بشري حقونو
څانګه د ملکي کسانو تلفات کم وښيې.
د ملکي کسانو په اړه د يوناما د بشري حقونو معلومات په داخل او خارج کې امنيت شورا ته د ملګرو ملتونو د
عمومي منشي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړی استازی، يوناما، د ملګرو ملتونو د
بيړنی امداد همغږي کوونکی، د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنر د دفتر او د ضرورت په وخت
کې د ملګرو ملتونو د نورو ميکانيزمونو له طريقه په عادي ډول وړاندې کيږي. د يوناما د بشري حقونو څانګه د
يو شمير فعالينو سره يو ځای، د افغان چارواکو، نړيوالو پوځي ځواکونو او داسې نورو فعالينو په شمول چې موخه
يې د نړيوالې بشرپالنې د قانون او نړيوالو بشري حقونو د قانون د پياوړي کولو سره اجابت دي، دفاع کوي. دا
څانګه همدارنګه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون، بشرپالنې ټولنې او مدنې ټولنې د غړو سره د
ملکي کسانو د ساتنې او يو شمير فعاليتونو په اړه کوم چې د پوځي شخړو سره تړاو لري، برخه اخلي.
٢٠٠٩ کال د ملکي کسانو لپاره د پوځي شخړو په حواله د تلفاتو تر ټولو ستونزمن کال وه. په ٢٠٠١ کې د طالبانو
د رژيم د نسکوريدو راهيسې، د يوناما د بشري حقونو څآنګې د ملکي کسانو د تلفاتو تر ټولو لوړ ارقام ثبت کړي
دي. شخړې شديدې شوي او اوس هغو سيمو ته هم غځيدلی چې پخوا نسبتا ارامې سيمې شميرل کيدلې. د دې په
نتيجه کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې شمير او د ملکيت او عامه زيربناء خرابيدل او له منځه تلل زيات شوي دی
چې په نتيجه کې يې د عايداتو سرچينی او معيشت ته تاوان رسيدلی. د پوځي مخالفينو له خوا د سيستماتيکو
تخنيکونو کارول د ملکي کسانو د مخ پر زياتيدونکو وژل کيدو او ټپي کيدو مهم لامل دی. د هوايي بريدونو په
نتيجه کې او په ملکي سيمو کې د پوځي اډو ځای پر ځای کول د ملکي کسانو د وژل کيدو او ټپي کيدو د خطر
امکانات زياتوي. ملګري ملتونه د شخړو په ټولو ښکيلو خواوو غږ کوي څو د نړيوالې بشرپالنې د قانون او نړيوال
بشري حقونو د قانون لاندې د خپلو ژمنو ملاتړ او درناوي وکړي څو په ملکي کسانو د شخړو د اغيزو کچه راټيټه
کړي.