لومړی ښېګنې بیا بدګڼې

 له ډېرو به مو اوریدلي وي یا ډېر به مو لوستي وي، کله چې د چا په اړه وایو، نو تر ډېره لومړی منفي ټکو ته مو ورپامېږي.
هر څوک، هر بنسټ او هر کار نیمګړتیاوې لري او موږ یې هم هماغه منفي اړخ ته لومړی ورمتوجه کېږو.
زه ددې خبرې پلوی یم، چې باید بدګڼې یا نیمګړتیاوې راوسپړل شي او په ډاګه شي؛ البته موخه باید سمون وي، خو که د چا په اړه نظر څرګندوو او د هغه کس، یا بنسټ له مثبتو کړنو یې راپیل کړو، زما په آند، غوره به وي.
یوه چاته که وایو چې دا خبره دې سمه نه ده، دا دې ډېره بې ځایه لیکلې، دا کار دې چې کړی اصلاً مانا نلري...
د دغو او دې ته ورته کلمو کارونه یا په ټوله کې پر کوم چا د نظر څرګندول له منفي اړخونو پیلول یې نه یوازې دا چې، مقابل لوری به خوابدی کړي، بلکې د راتلونکي له پاره به یې روحیه کمزورې شي او په اصطلاح زړه به یې له نور کاره یا نورې هڅې څخه، تور شي.
د منفي اړخ د پاللو پر ځای که مثبت ټکي مخکې یاد شي، زه بشپړ باور لرم، چې پایله به یې ښه وي، نیمګړتیاوې به سمې شي او په ټوله کې مقابل لوري ته به یوه مثبته روحیه ورکړل شوې وي.
زه دا نه وایم، چې هېڅ دې بدګڼو ته اشاره نه کېږي یا دې ګوته نه ورته نیول کېږي، خو وایم په ترتیب کې یې که بدلون راولو، اغېز به یې د پام وړ وي [لومړی ښېګڼې بیا بدګڼې]
راځﺉ! تجربه یې کړو ... لومړی یې د مثبتو اړخونو یادونه وکړو او بیا منفي..
تاسې به ډېر ژر ووینﺉ چې هم به سمون راغلی وي او هم به مو مقابل کس ته د لا ډېر کار کولو مثبته روحیه ورکړې وي.
په دې هیله چې ټول د نورو مثبتې روحیې پاللو له پاره خپلې ډېرې هڅې وکړو.
په همدې هیله!!