بشکيک ته نږدې  د ترکيې هوايي شرکت کارګو الوتکه نسکوره  شوې ده

د ترکيې د هوايي شرکت باروړونکې بویینګ 744 الوتکه،  کومې چې د هانګ کانګ نه د بشکک په لور سفر درلود د قرغزستان مرکز مناس هوايي ډګر ته نږدې نسکوره شوې ده.  د ځاي چارواکو په وینا د د الوتکې د نسکوریدو اصلي علت د هوا حالات بلل شوي دي. تر اوسه د مرګ ژوبلې په هکله پوره مالومات نه دي په ډاګه شوي، خو دومره مالومه ده، چې د الوتکې عمله، چې د دوو پیلوټانو او تخنیکي پرسونل څخه جوړه ده، ټول مړه شوي دي.