عزیز: له ټرمپ سره به په ګډه د افغانستان سولې او امنیت ته کار وکړو

پاکستان وايي چې د امریکا د نوې ادارې پر مهال به له افغان حکومت سره ګډ کار وکړي. د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز ویلي چې د ټرمپ د ادارې پر مهال به له افغانستان سره په ګډه د سولې راوستلو او دترهګرو د ځپلو په برخه کې کاروکړي.
سرتاج عزیز ویلي دواړه هېوادونه یوه موخه لري او هغه دا چې ترهګري په سیمه کې له منځه ولاړه شي. نوموړي زیاته کړې هڅې یې پیل کړې څو د ټرمپ له ادارې سره خپلې اړیکې پياوړې کړي او په دې توګه به د امریکا قناعت تر لاسه کړي چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې رښتینی دی.
نوموړي د امریکا د دفاع وزارت د نوي وزیر جنرال جیمز ماتیس دا خبرې هم منلې چې د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي خو زیاته کړې یې ده چې ماتیس له وسله والو سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان هڅې هم ستایلې دي.
سرتاج عزیز په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي چې د امریکايي چارواکو په وینا د ترهګرو ډیری مرکزونه په پاکستان کې دي او له دې ځایه په افغانستان کې ترهګریز بریدونه تر سره کوي.
تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر ویلي و، چې لا هم د حقاني شبکې مرکزونه په پاکستان کې شته چې له دې ځایه د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې خپله جګړه تنظیموي.