چین د

د چین د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د امریکا د منتخب ولسمشر هغه وړاندیز رد کړ چې ویلي یې دي، د امریکا له بهرنۍ تګلارې څخه به د چین او تایوان ترمنځ د معاملې لپاره کار واخلي. ډونالډ ټرمپ ویلي چې له تایوان سره دې بیا خبرې اترې وشي.
د چین د بهرنیو چارو وزرات ویاندې لو کانګ پرون وویل، د واحد چین پر پالیسي خبرې اترې نه ‎شي کېدای.
واشنګټن له هغې وروسته چې په ۱۹۷۹میلادي کال بېجنګ له تایوان سره اړیکې ټینګې کړې، له تایوان سره غیر رسمي اړیکې ساتلي. چین د تایوان خپلواکه ټاپو د خپلې خاورې یوه برخه بولي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د چین د خلکو جمهوري حکومت یوازینی مشروع حکومت دی چې د چین استازیتوب کوي. دا هغه حقیقت دی چې نړیوالې ټولنې په رسمیت پېژندلی او هېڅ‎ څوک نه ‎شي کولای هغه بدل کړي.
د اسوشېټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هغې مرکه کې چې د جمعې په ورځ یې له والسټریټ ژورنال ورځپاڼې سره کړې، ویلي چې د چین په ګډون ټول مسایل د خبرو اترو وړ دي.
د ټرمپ دغه وروستۍ څرګندونې د دې نښه ده چې له چین سره د متحدو ایالتونو اړیکې به په تېره بیا د ټایوان پر سر ټکان وخوري.
چین له دې مخکې هم د ټایوان له ولسمشرې تسای اینګ ون سره د ټرمپ د ټیلفوني خبرو پر سر په غوسه شوی و. دواړو مشرانو د ډسمبر په ۱۲مه په خپلو کې خبرې کړې وې.
چین د تایوان له مشرې سره هر ډول جلا اړیکه خپل ځان ته لوی سپکاوی بولي.
ټرمپ هغه مهال له یوه ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي و چې دی احساس نه ‎کوي چې د چین واحدې پالیسۍ ته ځان ژمن وبولي خو په دې شرط چې که د دې موضوع او د سوداګرۍ د نورو مسایلو په اړه له چین سره توافق ته ورسېږي.
ټانګ یونګ هانګ چې په زیامن پوهنتون کې استاد دی، وایي، ټرمپ نړیوالې اړیکې د یوه سوداګر په منطق سره څېړي او غواړي وویني چې چین په دغو لمسونو سره څه ډول غبرګون ښیي.