په پښتو ادب کې د هندي سبک پلويان شاعران
څنګه چې حميد بابا په پښتنو شاعرانو کې په لومړي ځل داسې سبک جوړ کړ، چې د خپلو ځانګړنو له مخې هندي ادبي ښوونځي پورې اړه لري.
د حميد د وينا دود د ده د مهال شاعرانو او وروسته تر ده نورو شاعرانو خوښ کړ، چې په همهغه لار يې ويل پيل کړل، لر او بر او حتا د هند په ځمکو کې ډېرو شاعرانو د ده لار نېولې ده او خپل شعري سبکونه يې د حميد د شاعرۍ په پيروي عيار کړي دي.(۱) چې د پښتو ادب څېړونکي يې د حميد د سبک پيروان يا لارويان بولي اودا ټول بيا د هندي ادبي ښوونځي شاګردان بلل کيږي.
په پښتو ادب کې د دغه سبک په پيروۍ شاعري په پښتونخوا کې پيل شوه، په هند کې اوسېدونکو ځينو شاعرانو معراج ته ورسوله، په کندهار کې يې وده وکړه او اغېز يې تر اوسمهالې (معاصرې) دورې پورې پايښت وموند. ( ۲)
د حميد بابا څخه وروسته د هغوی د مکتب په شاعرانو کې کامګار خټک، کاظم خان شيدا، حنان بارکزی، بېدل، خانګل خليل، محمدي صاحبزاده، احمدي صاحبزاده، ميرزا خان انصاري، صمد، عبدالله محزون، محمدبياض، ملامحمد اکرم، عبدالله، عبدالغفار بريالی او نور هم په خپل خپل ځای اهميت لري. خو کاظم خان شيدا، چې دغه سبک کې کوم مقام او پوړ ته ځان رسولی د، دهغه له اعترافه سترګې نه شو پټولای او بايد ډېر ډېر وستايل شي، همېش خليل د حميد او شيدا شاعري د ښکلو نازکو ورېښمو د يوې حسينې او ښايسته پنجرې سره، فکر او مقصد يې د حسين مارغه سره ورته کړی، د ده په وينا دحميدد فکر مارغه که له هره اړخه وکتل شي روڼ مالوميږي او دشيدا د زښتې ډېرې نازکخيالۍ او ډېرې رنګين بيانۍ په دغه پنجره کې د شيدا فکري مارغه تت او دحقيقت غوندې نه ښکاري.
کاظم خان شيدا:
د راورټي له قوله کاظم خان شيداد (۱۱۳۵-۱۱۴۰) کلونو ترمنځ د افضل خان په کور کې زېږېدلی دی.
شيدا په ځوانه ځوانۍ کې د مهاجرت څپېړه پرمخ وخوړه او د هندوستان مهاجر شو او د همدې مهاجرت پر اساس يې په شعر کې سوز او ګداز پيدا شو، ښايي کاظم خان شيدا د خپل پښتني چاپيريال څخه دلرې والي او په هند کې د ا وسېدلو له امله د فارسي ادب تر تاثير لاندې- چې په هند کې درباري، دفتري او علمي ژبه وه- راغلي وي، ځکه يې په شعر کې فارسي کلمات دومره ډېر دي، چې کله يې پښتنی رنګ بدل کړی دی.
شيدا هندي سبک خپل اوج ته ورساوه او په ټولو ماناوو يې د هندي سبک ځانګړنې خپلې کړې، حتا تردې پورې، چې کله خپل پښتني قالب تر هندي سبک ځاروي.
شيدا د دېوان څښتن دی، چې په ديوان کې يې ډېرۍ غزلي دي، نورې برخې هم شته؛ لکه: بوللې، پنځه ييزې، څلوريزې، دوييزې، او نور شعري ډولونه هم د شيدا په دېوان کې تر سترګو کيږي.
د شيدا دشعر څو بيتونه:
دُريده مې کړ ګرېبان سترګې خونبارې
په ما وکړې خپل افتاب د سحر چارې
منور يې لکه لمر زما چشمان کړل
خط دې واړه شعايي ؤ خوشنګارې
شيدا په کال (۱۱۹۴) ه ق کې په رامپور کې مړ دی اوپه هم هغه ځای کې خښ شوی دی.
کامګار خان خټک:
کامګار خان خټک د نامدار خان زوی د اشرف خان لمسی دی، د زېږېدو جوته نېټه يې نه ده څرګنده، خو دومره مالوميږي، چې په (۱۱۶۵) کال کې مړ دی. په پښتو او فارسي ژبه يې شعرونه ويلي دي، يو نازکخياله شاعر دی، د هندي سبک د نورو شاعرانو په څېر يې خپل ټول ادبي ژوند د خط او خال ستايلوته ځانګړی کړی دی، د شعر ديوان لري، چې د شعر نمونه يې په دې ډول ده:
له خاطره مې عشق يوړ تدبير ورو ورو
ديوانه شوم سزاوار د ځنځير ورو ورو
صورتګر چې ستا صورت په سترګو وليد
له خجلته يې کړ څيرې تصوير ورو ورو
قلندر مومند:
د قلندر د ژوند د تيارو د رڼولو لپاره کوم مستند شواهد په لاس کې نه لرو، دومره وايو، چې د سوات اوسېدونکی او د زلمي هېوادمل صاحب په وينا ژوند يې تر (۱۱۵۰) ه ق پورې يقيني ښکاري، د هندي سبک پيرو دی، يو کوچنی ښکلی ديوان لري.
قلندر د پښتو او فارسي ژبې شاعرانو پر خلاف يو معلوم محبوب لري، چې د قلندر محبوب ميرا دی، دی په ميرا باندې عاشق دی او دا هغه سووځونکې او ريښتينې مينه ده، چې د ده له مرګ وروسته يې داستان د فولکلور لمنې ته لويږي. (۱ )
د قلندر د سوځنده شعري نړۍ د يو شعر څو بيتونه:
چې راياد يې سپين غاښـــونه سره لبان کړم
دًًر د اوښـــــکو يـــــې نـــــثار تـــر ګرېبان کړم
تورې زلفې چې يې ورېځې کــړم په زړه کې
توی د اوښکو له چشمانو پرې بـــاران کړم
پيرمحمد کاکړ:
دپښتو په کلاسيکو شاعرانو کې د لوړ مقام څښتن دی، دا چې د چا زوی او دکوم ځای دی موږ په تياره کې پرېږدي او تر اوسه پورې هيڅ مالومات د دې خوږ ژبي شاعر په اړه نه لرو.
د پير محمدکاکړ د اشعارو څخه جوتيږي، چې د حميد د سبک لاروی دی او د مضمون له مخې يې دحميد په تعقيب او پيروۍ د خط ډېره ستاينه کوي او ډېر ځای يې د حميد پر مضمون شعر ويلی دی.(۲)
لکه دا شعر :
ويمې ماته ستا دغاښو تعريف څه دی
وې ژلۍ دي په لاله کې چې ويليږي
او دا يې هم د شعر څو بيتونه د نمونې په ډول:
باريک خط پر کښلي مخ سو د جانان ګډ
لور په لور شوه په عسلو مُرچګان ګډ
پاس پرشونډو يې خال نه دی چې نمايږي
شين مګس دی په چشمه کې د حيوان ګډ
محمدي صاحبزاده:
محمدي صاحبزاده د څمکنو د ميا عمر زوی دی، په پښتو کې د ښکلي ديوان څښتن دی او د المستغاث په نامه منظوم پښتو کتاب لري، د برهان الاصول او مقاصد الفقه په نامه دوه عربي کتابونه يې هم ليدل شوي او محمدي صاحبزاده په کال (۱۲۲۰) ه ق کې مړ شوی. (۱ )
محمدي صاحبزاده خپله ټوله پاملرنه د غزل خواته اړولې ده او دپښتو ژبې د ادب د دغې اشنا برخې په سينګارولو کې يې خپل ادا کړی دی، خپل ټول شعرونه يې د جانان د جمال په ستايلو او غماز په غندلو کې ويلي دي. دشعر بېلګه يې داده:
چې بې تاګرځم په سيل د نوبهار کې
سره لمبه وينم د اور په لاله زار کې
محمدي د يار د مخ آيينې ته ګوره
دې سړو اوبو ويشتلی يم په نار کې
شمس الدين کاکړ:
شمس الدين کاکړ لکه څنګه چې ځان د لعل په څېر په ايرو کې پټ ګڼي همداسې د لعل په شان نړۍ ته پټ راغلی دی، ځکه چې د پلار، زېږنځی او مړينې په اړه يې هېڅ مالومات نه لرو، البته عبدالباري جهاني د مشکو کاروان په ادبي تذکره کې ليکي دي؛ چې: ((د نولسمې پيړۍ په لومړۍ نيمايي کې يې د کندهار د کلچ آباد په کلي کې ژوند کاوه)).(۱ ) لکه چې په خپله وايي:
لکه لعل په ايرو کې دی بې قدره
هسې پروت دی شمس الدين په کلچ آباد
شمس الدين د حميد ماشوخېلي ډېره ښه پيروي کړې ده او حتا په ځينو ځايونو کې يې نه يوازې د هغه د غزلونو په اقتضاء غزلې ويلي دي؛ بلکې مضمون يې هم کټ مټ راخيستی دی. (۲) د کلام بېلګه يې په لاندې ډول ده:
مايو جام کړ دساقي له لاسه نوش
لاړ له سره زما دواړه عقل وهوش
ديار غم به يې فنا لکه حباب کړي
شمس الدين که له ګفتاره سي خاموش
ميرزا حنان بارکزی:
حنان بارکزی کابو يوه نيمه پيړۍ پخوا په کندهار کې ژوند کړی دی. د ميرزاحنان بارکزي ټول شعرونه د وصال او هجران- خط او خال – حبيب او رقيب- موضوع جوړوی او دا تنګه موضوع يې په ډېر هنرمندانه ډول په ښکلو الفاظو کې ځای کړې ده، چې دی ددې موضوع د بيانولو لپاره ډېر رنګين او ښايسته کلمات او الفاظ لري.حنان ځان د حميد پيرو بولي، کله کله خو د الفاظو او کلماتو په استعمال او کارونه کې د هغه دومره پيروي کوي، چې شکل او متن يې په بشپړه توګه کاپي کوي، هغه تر جيح بندکې يې، چې د حميد په پيروۍ ليکلی دی، دا پيروي او کاپي په ښه ترا توګه جوتيږي. د شعر بېلګه يې:
دخوبانو خط و خال دی کان د مشکو
څه که کاندي هر سړی ارمان دمشکو
د حنان سينه نوخطو تور سکاره کړه
که سينه ده د حميد دوکان د مشکو
بېدل هشنغري:
د بېدل هشنغري د شعر هنګامه د تېمور شاه دُراني (۱۱۸۶-۱۲۰۷) په زمانه کې ګرمه وه. (۱ )
بېدل يو دردمند شاعر دی، چې په خپلو اشعارو کې يې د سوز او ګداز په ملتيا پښتو ادب ته نوی روح بښلی دی. بېدل د شعر ديوان لري او د حميد بابا د سبک پيرو شاعر دی، چې د حميد د ترکيب بند پيروي يې کړې ده؛ لکه چې وايي:
نن به شپه زما ديار په کوم منزل وي
جلوه ګر به په کوم ځای په کوم بُرجل وي
خبر نه ورسره به ساد که غل وي
همراهان به يې شيرين او که حنظل وي
عبدالغفار بريالی:
په کال نولس سوه نه اويا کې د مني په شپو ورځو کې د کندهار په هوايي ميدان کې د حاجيانو الوتکه پر مځکه کښېناستله او د خلقي رژيم پوليسو څو تنه حاجيان، مخکې له هغه چې د خپلو خپلوان دی مخ وګوري، د معمول سره سم د عادي پوښتنو او تحقيقاتو په پلمه ورسره بوتلل. په دغه حاجيانو کې چې پوليسو ورسره بوتلل، مولوی عبدالغفار بريالی هم شامل و، چې بيايې چا مخ کې له مرګه مخ او وروسته له مرګه قبر ونه ليد. مولوی عبدالغفار بريالی د کندهار د کلاسيک طرز د شعر د وروستي ځلانده ستوري په حيث د تل لپاره د آسمان څخه پرېووت.مولوي.
عبدالغفار بريالی د کندهار اوسېدونکی او د عمر وروستي لس دولس کاله يې د هلمند ولايت د ګرشک په ولسوالۍ کې د دينې علومو په تدريس تېر کړل. په پښتو، فارسي، عربي او اردو ژبو پوهېده. ده خپلې لومړنۍ زده کړې له بېلابېلو مذهبي علماوو څخه کړي او د لوړو مذهبي زده کړو لپاره د هند د ديوبند مدرسې ته ولاړه او له هغه ځايه په ممتازه درجه فارغ شو. عبدالغفار بريالي کابو خپل ټول شعرونه په کلاسيک سبک ليکلي دي او د شعرونو مضمون يې ډېری خط او خال، وصال او هجران، جانان او رقيب جوړوي، خو د همدغو محدودو مضامينو د آفادې لپاره يې په زرهاوو الفاظ او ترکيبات درلودل، که د مرګي څپېړې نه وی وهلی نو هرو مرو به يې د يو کاکړ شاعر په توګه د پيرمحمدکاکړ او شمس الدين کاکړ ادبي تشه ډکه کړې وای.
مولوي عبدالغفار بريالي د پښتو ژبې د نازکخيال او موشګاف شاعر عبدالحميد ماشوخېل په پيروي د حسن د ستايلو پر ميدان زلفو او خط ته تر هر څه ډېر متوجه شوی دی او په دې برخه کې يې د کندهار تر ټولو معاصرو شاعرانو هم د کيفيت له مخې او هم ډېر بيتونه ويلي دي. (۱)
د شعر بېلګه يې په لاندې ډول ده:
تورې زلفې دې اوږدې د مخ پر لوري
که هندو پښې غځولي دي قرآن ته
کج ګېسو دې پېچاپچ سره ټوليږي
که فرعون سجده وکړله ځان ته
زاغ د خط دې کړې منګولې په مخه خښې
که شيطان و لاس يې واچوه ايمان ته
بېهوده تړمه عشق په تار د صبر
زمری کله نيسي پزه وپېزوان ته
برياليه خال که ګوښه د کږو وروځو
دا کتاب ضرورت نه لري نښان ته
وروستي