ارزاني

ارزاني
دا مينه دا دنيا ده هسې غمونه دي ارزانه
وفا په چا کې نشته قسمونه دي ارزانه
 
 
تلې اوښکې د مين څېرې ګرېوانه سره لاړې
وړيا وړيا توئيږي مشالونه دي ارزانه
اشنا زه په رښتيا درته خواږه کتلى نشم
په دغه زمانه کې تهمتونه دي ارزانه
په هره ميخانه کې د رندانو غوبل جوړ دى
بې ځايه وېشل کيږي شرابونه دي ارزانه
مجنون نه د خواږه ژوندون هستي په مخه شوې
په اور به لولپه شي سره اورونه دي ارزانه
د مينې په کتاب کې د وصل لغت نه شته
کليات واړه د هجر عنوانونه دي ارزانه
د چا په خوله کې نشته د وفا پاکې خبرې
په تنده او ترخه لهجه ځوابونه دي ارزانه
چې کله را په ياد شي د ستانکزي رښتيا خبرې
زما په اوږده چيغه فريادونه دي ارزانه
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون
رفيع الله ستانکزى