غزل

غزل
افسوس چې اشنايي دې د مطلبه سره وه
مُسکۍ وړه خندا دې د سببه سره وه
په خوله دې هسې ويلې د وفا پاکې خبرې
د صدق له کوڅو دې منډه دربه سره وه
په څټ، چې دې د زلفو سلسلې وې غوړولې
رښتيا، چې توره شپه يې له عقبه سره وه
خبر نه وم ستا مينه د هغه چا په دود وه
خورجينه چې د آس د خولې جلبه سره وه
په عقل کې رښتيا چې ليونيان دي چاپاللي
ملګري بې ننګي چېرې نسبه سره وه
)ستانګزيه ( مايې تل د وفا کيسې کولې
وفا چېرې د ښکلو د مذهبه سره وه
دکابل د ښوونې او روزنې پوهنتون
پښتو څانګه
رفيع الله ستانکزی
rafiullah.stanikzai@gmail.com
070308908