ترکیې د استانبول د برید په تور دوه ایغوریان نیولي

د ترکیې رسنیو د خبر له مخې د ترکیې حکومت د چین دوه تنه چې په خټه ایغوریان دي، د استانبول د بریدونو په تور نیولي دي.
پر دې کسانو تور پورې شوی دی چې د نوي کال په شپه یې په استانبول کې د نایټ کلپ په برید کې لاس درلود.
د اناتولي خبرې اژانس په وینا دغه دوه تنه د یوې ترهګرې وسله والې ډلې غړي دي چې د وژنو په نهه دېرش پېښو کې یې مرستې کړې دي.
ایغوریان ترکي ژبي مسلمانان دي چې د چین په لوېدیځ کې ژوند کوي، خو د دوی لویې ټولنې په ټولې منځۍ اسیا او ترکیې کې هم شته.
په استانبول کې پر نایټ کلب د نوي میلادي کال په شپه د شوي برید مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دا برید یې په سوریه کې د ترکیې د لاسوهنې د غچ اخیستو په غبرګون کې ترسره کړ.