اشتباه

هغه ډيره ښايسته وه ، طبعي ده چې ښکلې هر وخت د خپل ښايست سره د غرور ، ناز او نياز کلمې علاه کوي . مګر جالبه دا ؤه چې هغې په دومره ښکلا کښی بيا هم اشتباه کړې وه .
انسان پيژندنه ريښتيا چې ډير مشکل مسلک دی ، شک او اعتبار خو بيا له انسانه بيخي لار ورکه کړي .
هغې به هم د عادت له مخې د خپل ښايست غرور او ناز څخه هر وخت په تخيل کې يوه دنيا خوندونه اخستل ، مګر دا يې هم اشتباه کړی وه .
دا د ښکلا ملکه هغه وخت د خپل ښايست څخه بيزاره شوه چې کله په دی راز پوه شوه، چې د ده تنهايي خوښه ده . دا دې په ژوند کې تر ټولو لويه اشتباه وه .
 
هلمند پرديس
اوکراين ـ اديسه