آيا په امريكا كى وژونكي او جنايتكارولسمشران شته !!؟

 نن په نړۍ كى د امريكا متحده ايالات ترټولو لوي قوت دي , له كال 1870م نه راپديخوا د امريكا ولسمشرانو او ټولنى ساينسي علوم ته لاس رسى او په هغه علومو كى دلوړتيا د لاسته راوړنه لپاره يو هراړخيزه پروگرام پيل كړ , او دا برتريت هغوي ته د نړيوالو جگړو څخه وروسته حاصل شو, په تيره بيا د دويم نړيوال جنگ څخه دا برتريت دير روښانه شو , په ساينسي علوم كى دامريكا برتريت د هغى د تكنالوژي او عسكري او اقتصادي پرمختګ بنسټ او بنياد دي , په كال 1950 م يوه مسلمان مؤرخ ددى مفكورى وضاحت كړي دي : چى د ساينس پوهانو له تخليقي صلاحيتونو څخه پرته د سرمايه دار سرمايه او د كار گر د مټ زور بي كاره دي .
اوس مهال د امريكا ځواكونه دنړۍ په 132 هيوادونو كى ميشت دي , داسي پراخه غلبه تر نن پوري كوم قوم ته نده په برخه شوي , دنړي قيادت او مشري كوم قوم ته پرته له پياوړي كردار څخه نشي حاصليدلي , دبرلاسي قوم وګړي د نړۍ د پادشاهي دلوړه موخى په بنسټ په روزمره كارونو د نړۍ هر ګوټ چى غواړي تللي شي , دامريكا ملت ته دا لوړ مقام د تيرشويو دونيم سوه كالونو د ښه زيار په پايله كى د انعام په ډول وركړ شوي دي , د دى هيواد دستور چى په جمهوري او انساني اصلونو باندي ټينګار كوي ټولنه ته ټولنيز يوالى ورپه برخه كړي دي , او هغه چاپيريال ئي منځ ته كړي چى د انسانانو تخليقي صلاحيتونه پكى وده كولي شي , دا بنسټونه يوى نړۍ ته لارښونه كولي شي , خو نن په خپله د امريكا ولسمشرانو لدى بنسټونو سره خداي په اماني كړي ده .
د قومونو دعروج او زوال اړخ دالهي قانون په كړي كى يو عبرتناكه اړخ دي , اوس خوهرچاته په ډاګه ده چى د افغانستان بيوزله او وروسته پاتي ملت , روسان د هغه لړزونكي قوت او هيبت سره سره ماتي او بالآخره تيښتي ته اړ كړل , آيا د امريكا اوسني غلبه او تيرﺉ هم ورته انجام ته رسيدلي يا تر اوسه ورته مهلت وركړ شوي دي ؟ د دى ځواب به وخت وركړي , داسي ښكاري , څرنګه چى الله تعالى انسان كامل ندي پيدا كړي همدا رنګه كامل ملت هم ندي جوړشوي , په هر برلاسي قوم كى كومه نه كومه خامي يا كمزوري يا كومه نيمګړتيا خامخا وي , چى په تدريج دا قوم كمزورﺉ كوي او د هغه لوړ مقام څخه ئي راټيټوي چى ورته رسيدلﺉ دي , د امريكا تر ټولو لويه كمزوري دا ده , چى د عامه خلكو په ټولنيز ژوندانه باندي ئي لوئي لوئي كارخاني كامل تسلط لري , ديويد كاټن په خپل كتاب ( دي پوسټ كارپوريټ ورلډ ) كى ليكى :
د دوي په رګونو كى وينه نه بلكه پيسه تاويږي , لوئي كارخاني او كمپنۍ نه روح لري او نه هم وجدان , دا وينه چښونكي كارخاني د امريكا د عامه وګړو ويني زبيږي , دوي دبداخلاقۍ , بدينۍ , فساد په ذريعه د امريكا په عامه وګړو تسلط پيدا كړي او د دوي په ذريعه د ټولي نړۍ د ملتونو محكومولو لپاره په مسلسله توګه زيار باسي , او په تيرو 117 كالونو كى يوهم داسي كال نشته چى د امريكا پوځونه د لويو لويو كارخانو د ګټى لپاره د نړۍ نورو هيوادونو ته نوي استول شوي , نن د امريكا حكومت د لويو كارخانو او كمپنيو دڅيښتنو په ولكه كى دي , چى د دوي د مصلحت لپاره دسترو غير قانوني كارونو څخه مخ نه اړوي . وليم شائر ليكي : د وژلو د سزا څخه د ځان ساتلو لپاره د هتلر غوندي حكومت ته اړتيا نشته , دا كار په جمهوريت كى هم شوني دي , خو شرط دا دي , چى كانګرس او هغه خلك چى له كانګرس څخه نمايندګي كوي د دى كار اړوند مطلق بي پروا وي , د تيرو څو لسيزوڅخه راپديخوا دامريكا حكومت د داسي خلكو په لاس كى دي , چى د معتبرو څيړونكو دڅيړنى په اساس وژونكي او جنايتكاران دي , د نكسن او كسنجر نه نيولي تر رمزفيلډ او جورج بوش پوري ټول د دي څيړونكو مطابق ښه درواغ وئي يونكي دي , او هم ئي لاسونه په وينو سره دي , مثلاً كسنجر نه يوازي د ويتناميانو او لاطني امريكايانو وژونكى دي بلكه د هغو امريكائي جنگياليو قاتل هم دي چى د ويتنام له جنګ څخه لاؤس ته تښتيدلي ؤ, خو هغه كم بختان هم د كسنجر په حكم د سي, آي , اى .د ځانګړي ګروپ له خوا ووژل شول .
په فرايئدي اسپيشل كى د مجاهد كامران ليكنه
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني