میرکل: اروپا باید د امریکا پر دایمي ملاتړ تکیه ونه کړي

د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل پر اروپایې ټولني غږ کړی چې په خپلو کې امنیت او دفاعي همکاري ډېره کړي او دا چې نور باید تل د امریکا پر ملاتړ تکیه ونه کړي.
د مرکل دغه څرګندونې داسې مهال شوي چې په اروپا کې خلک د امریکا د منتخب ولسمشر له خوا له ناټو سره د اړیکو د ژمنو په اړه ډاډه نه دي.
مرکل په ښکاره د ټرمپ نوم وانخیست، خو ظاهراً د دې اشاره د ټرمپ هغو څرګندونو ته وه چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې له ناټو متحدینو سره د همکارۍ په اړه کړې وې.
میرکل چې په بروکسل کې یې د افتخاري دکتورا تر لاسه کولو پر مهال خبرې کولې وویل، زه ډاډه یم چې اروپا او اروپایې ټولنه باید زده کړي چې په راتلونکي کې په نړۍ کې لا ډېر مسوولیتونه واخلي.
دا وایي له اروپاییانو سره د نږدې همکاریو تلپاتی ضمانت نه شته او دا به سادګي وي چې پر نورو تکیه وکړو څو زموږ په ګاونډ کې ستونزې حل کړي.
مرکل زیاته کړه اروپا په خپلو پولو او شااوخوا سیمه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ ده چې په هغه کې د کډوالۍ بحران، ترورېزم، د سوریې جګړه، د اوکراین په ختیځ کې شخړې او په افریقا کې بېوزلي او قحطي په کې شامله ده.