
وروسته له هغې، چې څو ورځې وړاندې روسيې له سوريې نه د خپلو پوځیانو د ويستلو او په لومړي پړاو کې د کمولو پرېکړه وکړه، اسرائيلو نن د پر يوه هوايي ډګر بمباري وکړه.
د روسي رسنيو د رېپوټونو پر بنسټ، دغه برید د پلازمېنې دمشق د مزه پر هوايي ډګر شوی او د څو چاودنو تر اوریدل کيدو وروسته، له هوايي ډګر نه د اور لمبې پورته شوي.
تر اوسه د رسيدلي ځاني او مالي زیانونه کچه نده په ډاګه شوې.
د رسنيو د رېپوټونو له مخې، سوريې تر برید وروسته اسرائیلو ته خبرداری ورکړی او زياته کړې، چې د دوی پوځي مداخله به ناوړه پايلې ورته ولري.
روسيې د ترهګرو د ځپلو په موخه سوريې ته وروانګل او د بشار اسد دولت سره د پوځي مرستې په واسطه په دې وتوانیدل، چې د داعش او نورې ترهګريزې ډلو ته سخت ګوزار ورکړي او په دې وروستیو کې د حلب ډير مهم ښار هم د دوی له ولکې نه بهر کړي.
په روانه اونۍ کې روسيې اعلان وکړ، چې له سوريې نه به خپل پوځونه بهر کړي؛ ټاکل شوې په لومړي پړاو کې د اډمېرل کوزنتسوف په نوم د روسیې الوتکه لېږدوونکي سمندري بیړۍ له دغه هېواده ووځي.
دا سمندري بېړۍ تېر کال اکتوبر میاشت کې د بشار اسد مخالفینو پروړاندې د سوریې پوځ عملیاتو د ملاتړ لپاره د مدیترانې سمندرګي ته واستول شوه.
د روسیې د وسله والو ځواکونو قومندان والري ګراسیموف ویلي؛ د ولسمشر ولادیمیر پوتین د پرېکړې له مخې د روسیې دفاع وزارت له سوریې څخه د سرتېرو کمول پیلوي.