امريکا غواړي د ايران «سپاه پاسداران»، د ترهګريزو ډلو په لست کې شامله کړي

د امريکا دوه تنو سناتورانو تېد کروز او جېم اینهاف، په روانه اونۍ کې د امريکا سنا ته يوه طرحه وړاندې کړه، چې پر بنسټ يې غوښتنه شوې، چې د ايران دولت د سپاه پاسدارن ډله دې ترهګریزه وګڼل شي.
د دې طرحې په يوه برخه کې ليکل شوي: «د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارن ډله، د امريکا د قوانينو د هغه معیارونو سره برابره ده، چې د ترهګرې په توګه پيژندل کيدی شي.»
که چيرې د سنا لخوا دغه طرح ومنل شي، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت به په دې مکلف وي، چې د پرېکړې نه وروسته د ۳۰ ورځو په ترڅ کې په رسمي توګه یاده ډله د يوې ترهګريزې ډلې په توګه اعلان کړي.