
په فرانسه کې د ECPM په نوم د بشر د حقوقو موسسې فيفا (د فوټبال نړيوال سازمان) ته وړانديز کړی، چې د ايران فوټبال ځکه بايد تحريم شي، چې د نيريز فارس په لوبغالي کې يې خلک اعدام کړي او د فيفا مشر هم له دې وړانديز نه ملاتړ ښودلی دی.
فیفا په دې ورستيو کې خپلې کړنلارې ته يوه بله ماده هم ور زياته کړې، چې د هغه هېوادونو فوټبال به تحريم شي، چې په ورزشي لوبغاليو کې د اعدام چارې تر سره کوي.
د تير ۲۰۱۶ ز کال د سپټمبر پر ۲۲ د نيريز په سټډيوم کې دايران حکومت لخوا د اعدام حکم تر سره شو، چې رېپوټ يې فيفا ته هم ورسید.