
بسم الله الرحمن الرحيم
د كابل، كندهار او هلمند د وروستيو خونړيو پېښو بې رحم او وحشي عاملين په كلكو الفاظو غندو، د دې پېښو د بې گناه قربانيانو له كورنيو سره په غم كي شريك يو، له الله تعالى دوى ته صبر او اجر غواړو او هر مظلوم شهيد ته غفران او جنت. دا د هغو جگړمارو كار گڼو چي د پرديو په اشاره او د هغوى د گټو لپاره افغانان وژني.
حقيقت دا دئ چي په دې خونړيو پېښو كي د افغانانو د بهرنيو دښمنانو تر څنگ هغه كورني دښمنان لاس لري چي د پرديو په چوپړ كي دي، په امنيتي ځواكونو كي ځالي لري، د ځواكمنو چارواكو حمايت او مرسته ئې په برخه ده، هغوى ئې د عملياتو تر ځاى پوري د تورو شيشو په موټرو كي رسوي، د والي په دفتر كي تر كرسۍ لاندي د ماينونو ښخول د هغو كار دئ چي د امنيت تأمينولو مسئوليت ورپه غاړە دئ، د تخار د والي په دفتر كي دې ته ورته چاودنه وشوه، د لوگر والي د وينا په ستيج كي ماين تعبيه او په ريموټ كنټرول وچاودول شو، د هرات د جامع جومات خطيب ته د منبر لاندي ماين كېښودل شو. د داسي پېښو په لسگونو بېلگي لرو چي عامل ئې يوازي هغه څوك كېدى شي چي دولتي يونيفورم ئې پر تن او د امنيت تأمينولو دنده ئې پر غاړە وي.
د كندهار د پېښي عاملين او آمرين څرگند دي، هلته د اماراتو سفير او هغه هيئت په نښه شوى چي په كندهار كي ئې د يوه دارالايتام د بنسټ تېږە كښېښوده. هغه بهرني ځواكونه او د دوى په چوپړ كي كورنۍ كړۍ ټولو ته جوت دي چي عربي هېوادو او د نړۍ ټولو سنيانو ته د لومړۍ درجې دښمن په سترگه گوري او په افغانستان كي د جگړو پر دوام پانگوني كوي، په وار وار ئې پر هغو هيئتونو، انجنيرانو او كارگرانو بريدونه كړي چي په عمراني پروژو او افغانانو ته د اجتماعي خدماتو د وړاندي كولو، پلونو، سړكونو، بندونو، جوماتونو، روغتونونو ... د رغوني په چارو بوخت دي.
كه حكومت غواړي د داسي پېښو مخنيوى وكړي نو لومړى بايد د تصفيې داسي لړۍ پيل كړي چي مشبوه او د پرديو په چوپړ كي مفسد عناصر له خپلو ليكو په ځانگړې توگه د امنيتي ځواكونو له ليكو وباسي. او بيا د هغو بهرنيو هېوادونو د لاسوهنو د مخنيوي لپاره جدي تدابير ونيسي چي خپلي گټي د افغانانو په وژلو كي لټوي. كه چارواكي لازم جرأت او كلك هوډ وكړي نو دا دواړە كارونه ممكن او عملي دي. د چا په كورنۍ كي چي د غلو ملگرى وي هغه د غلو مخه نشي نيولى. كه ته د ځان امنيت په خپله نشې ساتلى نو هيڅ پردى به تا ته امنيت ډالۍ نه كړي.
حزب اسلامي افغانستان
٢٢ جدي ١٣٩٥