
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن شمالي وزیرستان ته تللی و او هلته یې د ترهګرو پر وړاندې د پاکستان د پوځ عملیاتي بهیر له نږدې کتلی.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي سرچینو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې له نیکلسن سره د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه هم ملګری و.
سرچینه لیکي چې دوی د شمالي وزیرستان د میران شا بازار ته لاړل او هلته یې د پوځ روانې چارې له نږې ولیدلې.
خبرپاڼه وايي چې نیکولسن په دې سفر کې د ترهګرو پر وړاندې د پاکستان د پوځ مبارزه هم ستایلې ده.
د پاکستان پوځ نیکولسن ته ویلي چې پخوا وزیرستان د وسله والو ترهګرو ډلو مرکز و، خو له ۲۰۱۴ کال وروسته د پراخو عملیاتو له امله دغه ډله ځپل شوې، د وسلو او بمونو جوړولو فابریکې یې له منځه وړلې او په دې لړ کې د ۳۰۰۰ په شاوخوا کې وسله وال وژل شوي دي.
د خبر پاڼې له مخې تر سفر مخکې جنرال باجوه او نیکولسن، د ډیورنډ کرښې د امنیت په اړه هم خبرې کړې دي.
باجوه زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید د پولې د ساتنې مسایل مهم وګڼل شي، څو د ترهګرو د اوښتو را اوښتو مخه ونیول شي.
د پاکستان پوځ په داسې وخت کې دغه څرګندونې کوي چې دافغان چارواکو په وینا اوس د ډيری وسله والو ډلو مرکزونه په پاکستان کې دي او له دغه ځایه په افغانستان کې خپل بریدونه تنظیموي. د پاکستان حکومت بیا دغه تورونه رد کړي دي.