د خوشال بابا فکری بهير ۱۶۸ اوونيزه غونډه

درنو دوستانو السلام عليکم!
راتلونکې پنجشنبه د مرغومي ۲۳مه د خوشال بابا فکري بهير ۱۶۸ اوونيزه غونډه ده. پدې غونډه کې د قرآن پاک تر تلاوت او د حديث شريف تر ژباړې وروسته د اونۍ مهمو ملي او نړيوالو پېښو ته کتنه کېږيښاغلی کبير حقمل د ډېوېډ لاين د مشهور اثر ( دوه پېړۍ په افغانستان کې د بهرنيانو مداخله) مهم ټکي او لنډيز وړاندې کوي او ورپسې ښاغلی فضل الرحمن عمرخېل د شخړو حل په اړه مهم پرېزنټېشن لري او په پای کې هم د شهيد موسی شفيق په اړه ځانګړې وينا په پام کې نيول شوې ده.
هيله ده چې غونډې ته پر ټاکلي وخت تشريف راوړئ او نور دوستان هم درسره خبر کړئ.
په ډېر درنښت