د پاکستاني قاضي په کور کې ۱۰ کلنه خادمه ربړول شوې

د پاکستان طبي بورډ ویلي، د یوه پاکستانی قاضي په کور کې د ۱۰ کلنې خادمې پر بدن د ربړونو نښې لیدل شوې دي.
د پاکستان طبي سایسي انستېتوت ویلي، د نجلۍ لاسونه او پښې سوځول شوې دي او ښکاري چې سخت کړاو یې تېر کړی دی.
پولیسو بي بي سي ته ویلي، نجلۍ اسلام اباد کې د قاضي راجه خرم علي خان په کور کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د خادمې په توګه کار کاوه. تر اوسه تورن کوم غبرګون نه دی ښودلی. دغه قضیه پاکستان کې د غوسې راپارېدو لامل شوې ده.
د بشري حقونو اړوندو ډلو ویلي، پاکستان کې د کارکوونکو قانون کې د هغو کارکوونکو ماشومانو ځورونه او ربړونه جدي نه نیول کېږي، چې په تنکي عمر د نورو په خدمت کې بوخت وي، یا هغه چې د سړک پرغاړه کار کوي یا د متوسطو کورنیوغړي دي.
داسې انګېرنې شته چې په پاکستان کې شاوخوا ۱۲ میلیون کارګر ماشومان دي، چې ګڼ یې له خوندي چاپېریال څخه برخمن نه دي او یا په ناوړه وضعیت کې کار کوي.
د ربړول شوې نجلۍ انځورونه او رپوټونه تېره میاشت پر خواله رسنۍ خپاره شول، چې نجلۍ پکې ټپي او سوځېدلې معلومېده.
پاکستاني مخکښو رسنیو دا قضیه وروسته تر هغه تر پوښښ لاندې راوسته، چې بي بي سي د ربړول شوې نجلۍ هېره شوې کیسه راپورته کړه. پولیسو نجلۍ د یکشنبې په ورځ د اسلام اباد په یوه څنډه کې ومونده او امن خونې ته یې یووړه.
په پام کې ده چې نن چهارشنبه د نجلۍ د ټپونو په تړاو رپوټ د سترې محکمې له خوا تایید شي.