امريکا: پاکستان دې د ترهګرو ډلو تر منځ توپير نه کوي

د امريکا د ملي امنيت يوه لوړ پوړي چارواکي ويلي چې پاکستان بايد د ترهګرو ډلو ترمنځ توپير ونه کړي، ټولو ترهګرو ته د دښمن په سترګه وګوري او له تبعيض پرته يې پر ضد اقدام وکړي
دغه څرګندونې په سپينه ماڼۍ کې د امريکا د ملي امنيت ادارې اړونده د سوېلي اسيا د څانګې مسوول پيټرلاوي پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې کړې دي.
هغه زياته کړې چې د امريکا حکومت د سيمه ييزو ستونزو د هواري لپاره د پاکستان او هند د خبرو ملاتړ کوي، خو په دې شرط چې افغانستان هم په کې شريک شي. نوموړي ويلي چې په دې توګه دغه هېوادونه کولى شي په ښه ډول د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي.
پيټرلاوي زياته کړې: (( ترهګري موږ ټولو ته ګډ ګواښ دى، هېڅ هېواد به ترې خوندي نه وي.))
هغه چې د امريکا په بېلابېلو ادارو کې د افغانستان اوپاکستان په چارو کې مسوول پاتې شوى، وايي، دا ټولو ته معلومه ده چې اوس هم ځينې ترهګرې ډلې په پاکستان کې فعاليت کوي.
خو ياد امريکايي چارواکي دا هم ويلي چې د پاکستان حکومت او امنيتي ادارې هڅې کوي  چې د ترهګرو زور مات کړي.
پيټرلاوي وايي، پاکستان هغه ترهګر لومړى هدف ګرځوي چې د دوى هېواد ته ګواښ وي او هغه ترهګر چې نورو هېوادونو او ګاونډيو ته ګواښ وي، هغوى ته ډېره پاملرنه نه کوي.
ده زياته کړې: (( موږ پاکستان ته په ډاګه کړې، دغه راز افغانستان او هند هم ورته ويلي چې دوى بايد د ترهګرو ډلو ترمنځ توپير ونه کړي، دوى بايد ټولو ترهګرو ته د دښمن په سترګه  وګوري او له تبعيض پرته يې پر ضد اقدامات وکړي.)) هغه زياته کړې  چې په دې برخه کې له پاکستان سره همکارۍ ته چمتو دي.
دا په داسې حال کې ده چې امريکا تر دې مخکې هم په پاکستان او د ګډه پولې دواړو غاړو ته د القاعدې شبکې پر فعاليتونو اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه امريکايي چارواکي ويلي: (( دغه راز موږ د داعش د خراسان ډلې فعاليتونو هم اندېښنمن کړي يو، په دې اړه ولسمشر اوباما هم څو ځلې څرګندونې کړې چې القاعده او داعش امريکا ته ګواښ  دي.))
بلخوا د سوېلي اسيا په چارو کې يوتن امريکايي کارپوه ډينيل مارکي ويلي چې د امريکا راتلونکى حکومت بايد د پاکستان پر وړاندې جدي ووسي.
هغه د بهرنۍ پاليسۍ مجله کې په خپله يوه ليکنه کې ويلي چې منتخب ولسمشر ټرمپ به له خپلو امنيتي سلاکارانو سره  ډېر ژر د پاکستان په اړه مشورې بشپړې کړي.
دنوموړي په وينا، پاکستاني مشران د نواز شريف او ټرمپ ترمنځ پر ټېلېفوني خبرو ځان غولوي چې ټرمپ د پاکستان د خاورې، حکومت او خلکو ستاينه کړې وه.