شوم پنځه زريز

تقريباً ماشوم وم، په ډېرو خواريو مې پلار دې ته راضي کړ، چې روژه ونيسم، ځکه ده راته ويل چې پر تا روژه نه ده فرض شوې، خو ما هسې شوق کړى و.
په خوست کې سرګردان چوک په روژه کې ډېر ګرم وي، زه له کوره په سودا پسې ښار ته تللى وم، خو کله مې چې سرګردان چوک وليدو، نو نسبت نورو ورځو ته ډېر متفاوت و، ځکه سره د ډېر بيرو باره خلکو دا جراات نه شو کولى چې د سړک منځ ته ښکته شي، ځکه څو کسه طالبان سره د کېبلونو ولاړ ول او سړک يې له خلکو تش کړى و، نه پوهېدم چې ولې سړک تش دى، خو ناڅاپه مې پام شو چې په يوه موټر له تړل شوي لوډسپکر څخه يو کس رشوت ته د سپک او له اسلامي ارشاداتو خلاف عمل وايي، په دې موټر پسې وروسته مې وليدل چې يو بل سپين کومکلرونکى ډاډسن موټر راروان دى او يو داسې کس چې له نيمايي يې ډېره ږيره سپينه وه، د پټکي يا لونګۍ پر ځاى يې سر په يوه سپينه ټوټه ورتړلى و، په هغه کې يې پاس د کلدارو پنځه زرګونه ورټومبلي ول؛ د لوډسپکر واله به ادعا کوله چې دې قاضي صاحب، پنځه زره رشوت خوړلو چې وينول شو.
بله ورځ طالبانو ټول خلک د کوتکو پر زور د خوست ولايت د امنيه قوماندانۍ شا ته لوى ميدان ته بوتلل، زه هم د خلکو په منځ کې لاړم ترڅو وګورم چې نن څه ننداره جوړه شوې ده.
کله چې خلک راټول شول، په يوه موټر کې يې يو سپين ږيرى سړى راوستو د ميدان په منځ کې يې ودرولو، واسکټ او لونګۍ يې ترې لرې کړل، موظف کس په لاسي لوډسپکر کې خلکو ته وويل چې دا کس غوصى نوميږي، او هڅه يې کوله چې د يوې قضيې په مقابل کې پنځه زره کلدارې رشوت څانوال صاحب ته ورکړي، خو څارنوال نه يوازې د ده رشوت ونه منلو، بلکې دى د اصلاح لپاره قضاء ته معرفي کړ، قاضي صاحب هم دى په اتيا دورو محکوم کړ، له دې خبرو وروسته يوه کس دوره واخيسته، او اتيا دورې يې غوصى ووهلو له هغه وروسته، قاضي اعلان وکړ چې غوصى له دې وروسته ازاد دى.
څه موده مخکې د افغان دولت له خوا د فساد پر ضد يوه نوې اداره جوړه شوه؛ د دې ادارې دنده دا ده چې د فساد په اړه درانه جرمونه به څېړي.
څه موده مخکې يې لومړنۍ علني محاکمه جوړه کړه.
په دې محاکمه کې هغه څارنوال ته د قاضي مخې ته حاضر کړل شو چې د يوې قضيې د څېړلو پر مهال يې د قضيې له څښتن څخه پنځه زره افغانۍ رشوت اخيستى و، او دا بهير د يوه تيلفون په واسطه ثبت شوى او څارنوال ګرم پرې وپېژندل شو.
دا ټول مسايل په داسې حال کې پېښيږي چې طالبانو به خوست ته د کوېټ خطاب کولو، کوم کس به چې ډېر غريب شو نو خوست ته به يې د نيستۍ د غوڅولو او نغدو پيسو د پيدا کولو په موخه رالېږلو.
همدا ډول د اوسنۍ ادارې په جوړېدو سره په دې هېواد کې يوازې د بهرنۍ مرستې له سلو ملياردو ډېره بوديجه لاندې باندې شوه، اوس چې د سيګار په نوم د امريکا پلټونکي اداره پلټنه کوي، نو داسې ښکاري چې تر ډېره دا پيسې شخصي جيبونو ته تللې دي.
سربيره پر دې قضاء، څارنوالي، ګمرکات، ښاروالۍ او نورې دې ته ورته ادارې سره د دې چې عادي معاشونه لري، خو دا ادارې د يوه خاص امتياز په توګه خلکو ته ورکول کېږي او کال په کال د فساد په سيالۍ کې افغانستان د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله د لست سر ته راروان دى؛ په دې دومره خوردو بورد کې يوازې هغه کس نيول کېږي چې پنځه زره رشوت يې اخيستى وي.
ماته داسې ښکاري چې يا د پنځو زرو رشوت شوم دى، يا د افغانستان په جوړو شويو قوانينو کې پنځه زره بې قيدو شرطه رشوت بلل شوى، په همدې وجه بايده ده چې ټول رشوت اخيستونکي، رشوت ورکونکي او رشوت جوړونکي له پنځو زرو رشوته ځان وساتي، کنه هغه ادارې چې د فساد پر ضد جوړې شوې، دوى به په سختې سزا محکوم کړي، بآيد د رشوت معامله له پنځو زرو ډېره يا له پنځو زرو کمه وي ترڅو د قانون په جال کې ګير نه شي.
سپين روان نورزى
١٣٩٥/١٠/٢١  -- ٢٠١٧/١/١٠