پر ځوانانو د تکيې مثبت اړخونه

 
د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال اوسني ولسمشر اشرف غني تل په دې تاکيد کولو چې زه به ځوانانو ته ځانګړي پاملرنه کوم او دوى ته به په خپل حکومت کې ځانګړي ونډه او ځانګړى مقام سپارم، په دې سربيره ده په خپل کتاب ( د عادلانه نظام لار) کې ځوانان د افغاني ټولنې ډېر او محروم قشر بللى دى او سپارښتنه يې کړې، تر هغې چې په دې قشر تکيه ونه شي د چارو سمبالښت او رغون ناممکن دى.
تقريباً يو کال تېر شو خو لکه څه ډول چې ژمنه شوې وه په هغه شان اقدام ونه شو، يانې ځوانانو کوم فکر چې درلودو يا ورسره ژمنه شوې وه په هغه شان ونډه ور نه کړل شوه، ځکه له يوې خوا د ملي وحدت په نوم حکومتي امتيازات د دوو سياليو ډولو ترمنځ وويشل شول، له بلې خوا لا تر اوسه هم حکومت په دې نه دى بريالى شوى ترڅو په اساسي ډول د فساد رېښې وچې کړي، او هره ټاکنه د واسطې پر ځاى د اهليت او شفافيت له مخې عياره کړي، ځکه د فساد له منځه وړل بنيادي حل ته اړتيا لري.
د ملي وحدت حکومت يو کال او څو مياشتې په پوره کېدو دي، کېداى شي اوس دواړه مشران په دې سره سلا شوي وي چې په سيستم کې ځوانانو ته ونډه ور ښه نه شي، تر هغې پورې ګرانه ده چې پرمختګ وکړو، په همدې دليل د ځوانانو چارو معينيت ته دنده وسپارل شوه ترڅو د هېواد په ټولو ولايتونو وګرځي او په هر ولايت کې د هر کلي او بانډې څخه ځوانان راټول کړي، د دوى نظريات واوري او د هغې پر بنسټ ستراتيژي جوړه کړي.
د ځوانانو لپاره د ستراتيژۍ اړتيا
افغانستان په هره برخه کې اړ دى چې د معاصرې نړۍ سره ځان عيار کړي او په هره برخه کې خپل سيستمونه د نوي تخنيک پر بنسټ فعال کړي، ځکه پرته له نوي تخنيکه افغانستان نه شي کولى د نړۍ په دې ګړندي کاروان پسې ځان ورسوي، په داسې حال کې چې نورې نړۍ ته دا نوى تخنيک په تدريجي ډول ور انتقال شوى او د نړۍ هر هېواد په تدريجي ډول په دې توانېدلى چې هم خپل سيستم عصري کړي او هم خپله بشري قوه په تدريجي ډول له نوي تخنيک سره اشنا کړي، خو په افغانستان کې اوږدې جګړې، وخت په وخت په دولتي لحاظ له نړيوالو سره د اړيکو شلون، د دولتونو نه پاملرنه، د دې سبب شوې چې په دولت کې شته مامور اوس هم د شلمې پېړۍ د لومړۍ لسيزې په تکتيکونو او ميتودونو تکيه وکړي.
خو ځوان نسل د خپل تلاش او علاقې له مخې د نړۍ له معاصر تخنيک سره هم په روحي او هم په ذهني لحاظ اشنايي لري.
دويمه موضوع دا ده چې په دې هېواد کې اوږدې جګړې هر څه له منځه وړي، اړتيا ده چې هر بنسټ له سره په اساسي او عصري ډول ورغول شي په داسې حال کې چې ښايي زموږ مشران يانې هغه خلک چې عمرونه يې لوړ دي خو لا هم په اداراتو کې فزيکي او ذهني فعاليت کوي، دومره حوصله ونه لري چې په يوه وخت کې هم ورځني کارونه سمبال کړي او هم د پرمختګ لپاره کار وکړي، ځکه دا ډول کار ډېرې انرژۍ ته اړتيا لري او دا نرژي پرته له يوه ځوان وجود څخه د بل چا په وجود کې نه شو موندلى.
دريمه خبره دا چې د هېواد دولتي او غير دولتي سيستم کې فساد اوج ته رسېدلى، يانې په اوسني عصر کې فساد يو معمول ګرځېدلى او تقريباً هر کس په فساد کې ښکېل دى، يانې که چېرې د فساد رېښې وچې نه شي تر هغې نه نړيوال په موږ اعتماد کوي او نه افغان دولت کولى شي چې خپلو خلکو ته خدمات وړاندې کړي؛ د فساد د مخنيوي لپاره اړتيا ده چې ځينې اقدامات وشي او ځينې تحولات رامنځته شي.
وايي چې يو وخت د لوى سکندر پوځ د دې پر ځاى چې مخکې لاړ شي په هره جګړه کې به يې ماته خوړله، سکندر په فکر کې شو او يو قاصد يې خپل استاد ارستو ته واستولو ترڅو هغه راشي او د دې ماتو لامل ورته معلوم کړي او يوه مناسبه مشوره ورکړي؛ قاصد چې ارستو ته روغلو او د سکندر پيغام يې ورته وړاندې کړو، ده له تلو څخه انکار وکړ او په خپل باغ کې په کار اخته شو.
قاصد لاړو سکندر ته يې وويل چې ارستو خو يوازې زما خبره واورېده نور يې په خپل باغ کې کار پيل کړ، ما چې څومره ده ته له تلو وويل ارستو ونه منله.
سکندر له ورلېږلي پلاوي پوښتنه وکړه چې دى په څه کار اخته شو؟ پلاوي ورته وويل چې ارستو به زړې ونې ويستلې او پر ځاى به يې نوي نيالګي کېنول، سکندر د خپل استاد په پيغام پوه شو او پخواني جنرالان يې پر طرفه کړل پر ځاى يې نوي ځوانان وټاکل، هماغه و چې پوځ يې يو ځل بيا د فتوحاتو چانس تر لاسه کړ، ځکه د سکندر پخواني جنرالان د دې پر ځاى چې د فتحې په فکر کې شي د خپل ځان، مال او مقام د ساتلو او راټولو په فکر کې وو، اصلي چاره ترې پاتې وه.
اوس افغان دولت هم اړ دى چې د فساد لرې کولو لپاره لومړۍ سيستم جوړ کړي، بيا يې واک ځوانانو ته وسپاري کنه امکان نه لري چې فساد محوه شي، ځکه اوسني چارواکي هم اړيکې لري او هم د هر مفسد عمل لپاره يې څو مشروع دلايل ساتلي وي او قانون نه شي کولى دوى ته سزا ورکړي.
سپين روان نورزى