
د امريکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اړیکو ښه کېدو هیله څرګنده کړې او ددې کار مخالفین یې "احمق یا ناپوه" بللي دي.
ښاغلي ټرمپ پر ټویټر لیکلي: «چې له روسیې سره د ښو اړیکو لرل ښه خبره ده؛ بده نه ده. یوازې احمق او ناپوه کسان داسې انګېږي چې دا بده ده، موږ وار له مخه په نړۍ کې کافي ستونزې لرو، لازمه نه ده چې يوه بله هم رامنځته شي، زما د ولسمشرۍ پر مهال به روسيه د اوس په پرتله موږ ته خورا ډېر درناوى کوي.»
ښاغلي ټرمپ ویلي؛ د امریکا او روسیې په مشرۍ ښایي وشي کولی د نړۍ لويو او جدي ستونزو د هواري لپاره همکاري وکړي.
د امریکا ډیموکراتان ولادیمیر پوتین او د روسیې بهرني سیاست په تړاو د ټرمپ پر خوشبنۍ په کلکه نیوکه کوي.
د امریکا استخباراتي ادارو په يوه رپوټ کې ویلي، روسیې د امريکا وروستيو ولسمشريزو ټاکنو کې د ټرمپ په پلوۍ لاسوهنه کړې.
ټرمپ د شنبې په ورځ له استخباراتي چارواکو سره وکتل او په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې راپور یې واورېد.
هغه تر کتنې وروسته، د برېښنالیکونو په هک کولو کې د روسيې رول تر پوښتنې لاندې رانه وړ، خو يو ځل بيا يې ټينگار کړى چې دغه راز يوې لاسوهنې د ولسمشريزو ټاکنو پر وروستيو پايلو اغېز نه دى کړی.
نوموړي ډیموکراتان په دې تورن کړل چې گواکې د سترې بې پامۍ له امله يې د خپلو کمپيوټرونو هک کېدو ته زمينه برابره کړې.
د امریکا ډیموکرات ګوند او د هېلیري کلنټن ټاکنیزو کمپاین د غړو ایمیلونو کې چې خپاره شول، داسې خبرې هم وې چې د ځینو په باور د ډیموکرات ګوند او د هېلیري کلنټن اعتبار یې زیانمن کړ.
ښاغلي ټرمپ ویلي؛ د ایمیلونو پر موضوع د بحث کولو یوازینی دلیل دا دی چې د ډیموکراتانو ناکامي دومره لویه وه چې د شرم احساس کوي.
ډونلډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین یو بل ستایلي او ویلي یې دي چې د دوه اړخیزو اړیکو ښه کېدو ته هیله من دي.
مسکو تل د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي.
د روسیې پارلمان (دوما) د مخابراتو کمېټې رییس لیونېد لوین په دې برخه کې د امریکایي چارواکو پر ادعاوو نیوکه وکړه او ویې ویل، دا خبره چې د امریکایي یوه سیاسي ګوند په اړه د څو مطلبونو خپرېدل دې هېواد ته خطر دی، د امریکا سیاسي نظام تر پوښتنې لاندې راولي.
د امريکا د کورني امنيت ادارې اعلان کړى چې وروسته له دې به د ټاکنيزو معلوماتو بريښنايي زيرمو او د رايو ماشينونو سره د حساسو تاسيساتو په توگه چلند کېږي.