پاکستاني پولیسو د ۳۰۰ بلوڅانو کورونه نړولي

له بلوڅانو سره د پاکستان د پوځ له لوري د زور زیاتي او ظلمونو په لړ کې ددغه هېواد پوځ دا ځل د ۳۰۰ بلوڅانو کورونه نړولي دي.
د بلوچستان د رساله لاين سيمي کورنۍ وايي، د پاکستان پوځ يې کورونه نړولي او  دوی یې بې کوره کړي دي، چې اوس په اسلام اباد کي د اعتراض په موخه راټول شوي دي .
د دوی په وينا په بلوچستان کي یې لاریونونه کړي، خو چا یې غږ  نه دی اورېدلی، له همدې امله مجبوره شوي چي اسلام ابا ته لاړ شي.
د بوري سیمي پولیس بیا وايي، دا حکومتي ځمکه ده او حق لري چي له دې سيمي يې وباسي.
د رپوټونو له مخي دپاکستان حکومت تل د بلوچستان له خلکو سره ناوړه چلنده کوي، چي د شمېرو له مخي یوازي تېر کال ۶۱۲ بلوڅان  نادرکه کړي، چې تر اوسه یی برخلیک نه دی معلوم.
تر دې مخکې په افغانستان کې د بلوڅانو سراسري شورا په بلوچستان کې د پاکستاني پوځ له لوري د بلوڅ ځوانانو پر ټولوژنې اندېښنه څرګنده کړې وه.
بلوڅان وايي چې په وروستیو څو کلونو کې زرګونه بلوڅ ځوانان وژل شوي، نیول شوي او یا هم نا درکه دي.