
د سعودي عربستان د دفاع وزیر ملایانو ته خبرداری ورکړی دی، چې د ده په کارونو کې لاسوهنه و نه کړي. شهزاده بن سلمان ال سعود، ویلي چې په هېواد کې د اقتصادي بدلونونو تر څنګ به د حکومت په بېلابېلو برخو کې پراخ اصلاحات راولي.
هغه له همدې امله ملایانو ته خبرداری ورکړی چې که یې د کارونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، خپله سزا به وویني. د عربستان د دفاع وزیر چې ددغه هېواد د اقتصادي او پرمختیایي چارو د شورا مرستیال هم دی، وايي غواړي پر نفتو د خپل هېواد اتکا کمه کړي، ښځو ته په دولتي ادارو کې ونډه ورکړي، خلک سپورت او لوبو ته وهڅوي او همدا راز پر ځینو ازادیو بندیزونه لرې کړي. شهزاد سلمان ویلي چې که ملایان یې د اصلاحاتو او پلانونو پر وړاندې خنډ شي جدي چلند به ورسره کېږي او جزا به ورته ټاکي. سلمان ویلي چې په هېواد کې به ډېری دودونه بدل کړي او سعودي عربستان به له نوي عصر سره برابر کړي.
شهزاده بن سلمان د عربستان د پراختیا لپاره تر ۲۰۳۰ کال پورې اقتصادي پلان جوړ کړی دی او ویلي یې دي چې د پلي کولو لپاره یې پوره تیاری لري. په سعودي عربستان کې ملایان یوازې هغه وخت پاچا ته مشروعیت ورکوي، چې عامه خلک یې له کارونو ملاتړ وکړي او ځان د حرمینو شرفینو خادم وګڼي. عدلي او قضايي سیستم بیا د ملایانو په لاس کې دی، خو د حکومتولۍ په نورو چارو کې تر هغه د لاسوهنې حق نه لري چې پاچا د شریعت خلاف کوم اقدام نه وي کړی.