
د امریکا متحده ایالتونو سلګونه زغروال ټانکونه او نور پوځي تجهيزات د جمعې په ورځ د کښتيو په مرسته جرمني ته ورسېدل.
دا د پوځي تجهيزاتو لومړى کاروان دى او د اروپا په ختيځ کې به د ناټو د هغو هڅو په لړ کې چې غواړي په سيمه کې خپل حضور پياوړى کړي، ځاى پر ځاى کېږي.
په پام کې ده دغه تجهيزات به د اروپا ختيځ ته د امريکا د پوځي قطعو تر رسېدو مخکې د رېل ګاډي په مرسته پولنډ ته ولېږدول شي.
سر له راتلونکې مياشتې د امريکا دغه پوځي قطعې او پوځي تجهيزات د ناټو په غړو هېوادونو، پولنډ، رومانيا، بلغاريا او د بالتيک په حوزه کې د روزنې او ملاتړ په هدف ځاى پر ځاى کېږي.
د دې اقداماتو هدف د امريکا متحدانو ته ډاډ ورکول دي، هغه هم وروسته له هغې چې روسيې په ٢٠١٤میلادي کال کې د اوکراين کريميا سيمه په خپلې خاورې پولې وتړله او هلته يې د وسله والو بېلتون غوښتونکو ملاتړ وکړ.
روسيې هغه څه چې په سيمه کې د لوېديځ يرغل ګڼي، غندلي او پر ناټو يې تور لګولى چې په بې ثباتوونکو اقداماتو سره د روسيې پولو ته نږدې کړکېچ ته لمن وهي، خو ناټو ټينګار کوي چې د دغو اقداماتو هدف په اصل کې دفاعي هڅه ده.