پوتین د امریکا پر ټاکنیز کمپاین د څو اړخیزه عملیاتو امر ورکړی و

 
د امریکا استخباراتي ادارېواييچې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هېلیري کلنټن زیانمنولو او له ډونلډ ټرمپ سره په بریالیتوب کې د مرستې لپاره د امریکا ټاکنیز کمپاین باندې د څو اړخیزه عملیاتو امر ورکړی و.
ددغه سازمانونو په غیرمحرمانه راپور کې راغلي: "د روسیې هدف د امریکا ډیموکراتیک بهیر باندې د باور کمزوري کول، د هېلیري کلنټن زیانمنول او ولسمشرۍ ته د هغې د احتمالي بریالیتوب چانس کمول و."
دا راپور د امریکا مرکزي استخباراتو (سي ای اې)، فدرال پولیسو (اف بي ای) او ملي امنیت سازمان (ان اس اې) له خوا برابر شوی دی.په راپور کې راغلي: "موږ همداراز ارزوو چې د روسیې دولت او پوتین ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته مشخصه لېوالتیا ومونده."
راپور زیاتوي: "همداراز زموږ ارزونه دا ده چې پوتین او د روسیې دولت دا وغوښتل چې هر وخت شونې وي د هېلیري کلنټن بې اعتبارولو له لارې او له ډونلډ ټرمپ سره د هغې ښکاره منفي پرتله کولو سره، د منتخب ولسمشر د بریالیتوب چانس ډېر کړي."
دغه ادارې وایي؛ د روسیې عملیاتو پټ اړخونه لرل - لکه سایبري عملیات - او په ورته وخت کې د روسیې دولتي رسنیو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم د پیسو په بدل کې هڅې کولې.
په دې راپور کې پایله دا اخستل شوې چې د رایې شمېرنې په حوزو کې رای شمېرنې باندې بریدونه نه دي شوي.
راپور په "پوره ډاډ" دا پایلې ترلاسه کړې ديچې د روسیې پوځ استخباراتي سازمان (جي آر یو) مجازي شخص ګوسیفر ۲او د ډي سي لیکس وبسایت جوړ کړی و ترڅو د ډیموکرات ګوند مرکزي کمېټې او د هېلیري کلنټن د کمپاین مدیر جان پوډسټا هک شوي برېښنالیکونهددغه وبسایټ او ویکي لیکس افشا ګرې وېبپاڼې له لارې خپرې کړي.
د امریکا استخباراتي ادارو وړاندوینه کړې چې روسیه احتمال لري په راتلونکي کې د نورو هېوادونو پر ټاکنو د اغېز لپاره لکه د امریکا نورو ملګرو پروړاندې هم ورته ګامونه پورته کړي.پوتین او د روسیې دولت دا تورونه په کلکه ردوي.
د ټرمپ غبرګون
د ملي امنیت ادارې رییس جېمز کلېپر د جمعې په ورځ په نیویارک کې دغه راپور د ډونلډ ټرمپ په واک کې ورکړ.ښاغلي ټرمپ تردې ناستې وروسته د یوې وینا په خپرولو دغه کتنه رغوونکې وبلله او ویې ویل چې د خپل هېواد د استخباراتي بنسټونو خدمتونو ته ډېر درناوی لري.
ښاغلي ټرمپ همداراز وویل؛ د روسیې او چین په څېر هېوادونه تل هڅه کوي چې د امریکا بنسټونو ته سایبري لاره پرانېزي او د روسیې وروستیو اقداماتو هېڅکله د ټاکنو پر پایلو اغېز نه دی کړی.