افغان تاریخ پوه محمدحسن کاکړله دې نړۍ سترګې پټې کړې:

دوکتور کاکړ به افغانستان کې دننه او بهر کې په ډيرو علمي سيمنارونو او کنفرانسونو کې برخه اخيستې اوسلگونه علمي او تاريخي مقالې يې لیکلي دي
د کابل پوهنتون پخوانی استاد او مشهور لیکوال پوهاند محمد حسن کاکړ د ورپيښي ناروغۍ له امله د ۸۸ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
ښاغلی کاکړ له کلونو راهیسې د امریکا په کلیفورنیا کې اوسېده او د ناروغۍ له امله یې د جنورۍ په پنځمه په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
محمد حسن کاکړ په ۱۹۲۹ میلادي کال کې د لغمان د ولایت د الیشنګ درې د پلوَټې کلي کې وزېږېد.
ښاغلي کاکړ لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د افغانستان په ختیځ ولایت لغمان کې او لوړې زده کړې يې په کابل پوهنتون کې وکړې. هغه د لندن پوهنتون کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړو ته دوام ورکړ او ورپسې یې د تاریخ په برخه خپله دوکتورا واخسته.
حسن کاکړ کلونه په کابل پوهنتون کې د تاريخ استاد پاتې سوی.
دوکتور کاکړ په افغانستان کې دننه او بهر کې په ډيرو علمي سيمنارونو او کنفرانسونو کې برخه اخيستې او سلگونه علمي او تاريخي مقالې يې لیکلي دي
دهلمند مدني ټولني مشر او غړو يې داوسني دور د ملی لیکوال او تاریخ پوه محمد حسن کاکړ مړينه یو لویه ضایعه بولي او دالله ج دلوی دربار څخه ورته دجنت فردوس غوښتنه کوي.