راحيل شريف د ترهگرۍ ضد اتحاد مشر ټاکل شوى دى.

د پاکستان د پوځ پخوانى مشر راحيل شريف د ترهگرۍ ضد اتحاد مشر ټاکل شوى دى.
د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف له جيو سره په مرکه کې دا خبره منلې، او نورې څرگندونې يې نه دي کړى.
نوموړى اتحاد د ٢٠١٥ کال په دسمبر کې رامنځته شوى چې په کې مصر، قطر، متحده عرب امارت، ترکيه، ماليزيا، پاکستان او افريقايي هېوادونو په گډون، ٣٩ اسلامي هېوادونه گډون لري.