سږکال اسټرالياکې ،دښارونوخلک دمارانودچيچلوله ګواښ سره مخامخ دي

داسټراليادطبعيت دساتنې موسساتو،خبرورکړی ،چې دسختې وچکالۍله امله په لسکونوزرو مارانو داوبو په لټه ښارونوته مخه کړېده . دهواپېژندنې اداره وايي ، چې په وروستيو100 کلونوکې سږکال ترټولووچ اوړی دی (کله چې په شمالي نيم کره کې ژمی وي په اسټرالياکې اوړی وي ) . دتېرکال سپټمبر راهيسې 60 تنه ، مارانو چيچلي . په وروستۍاونۍ کې درې تنه وژل شوي هم دي . داسټراليا حکومت خلکوته توصيه کوي ،کله چې مار دوی وچيچي ژرترژره چيچل شوی ځای بايدټينګ وتړل شي اوډېرونه خوځيږي .
دطبعيت ساتندويه ډلې له خلکوڅخه شکايت کوي ،چې ډيرماران وژني . حتی هغه وخت يې هم وژني ، چې مارانوددوی دچيچلوتکل هم نه لري .