
اوريدلې مې وه چې په افغانستان کې ترټولو پوهه اودزيات نفوس واله ګوند افغان ملت دى ،ددغه ګوندمشرۍ دڅوکلونوراپديخوا دښاغلې احدي صيب پرغاړه ده،ددې ګونددغړودپارلمان زياته برخه هم نيولې ده، دولسمشرۍ نوم ليکنې څخه وړاندې کلک کنګوسى وه چې احدي صيب دافغان ملت ګوند په رهبرۍ ولسمشرۍ ته دريږي ځکه خودکرزي صيب دسيالانود ډلې څخه ګڼل کيده..
کله چې ميدان راغى نواحدي صيب خپل ملاتړدکرزي صيب څخه اعلان کړ پوهيږم نه چې احدي صيب په کوم خاطردکرزي صيب په ګټه له ولسمشرۍ ټاکنوتيرشو.خودا راته ياد دي چې په تيرو ټولټاکنوکې هم احدي صيب دکرزي صيب لپاره کمپاين کاوه چې دکاميابيدوپه صورت کې ددبانک درياست څخه دمالي وزارت ته لوړکړ.
زماپه انداحدي صيب يوځلې بيا هماغه فکرکاوه اوپارلمان خويې خپل ګاڼه چې زيات شميرپلويان يې هلته دي خوخبرنه چې کارڅه بل ډول دى .
احدي صيب ته دباور درايونه ورکول لامل کيداى شي دده ملاتړدکرزي صيب څخه وي ځکه چې په هماغه وخت کې هم يوشميردافغان ملت ګوندغړو خپل ګوندله احدي صيب څخه جلا اويوشميرې په بيلابيلو ولايتونوکې دبيلابيلونوماندانو ملاتړ وکړ احدي صيب ته له دندې استفاورکول،پارلمان کې دخپلوملګرودشتون سره ماتې خوړل اوخپل ګونددغړو زړه بدوالى حيران کړى چې څنګه په تش ميدان پاتي شو.
a.khogyani@gmail.com