د مينې راز

دمـــينې راز مــــې د اشنــــا سره وه
لکه د ګــــل چــــې د بــورا ســــره وه
لکه درياب هاند اوڅپې ،څپې وم
کــار مې د مــی او د ميــــنا سره وه
چــــې وم د مينې پــــه وفـا بــــې باور
دا سې مې راز هـغې ليـلا ســـره وه
هــره شيبه هــــره لمــــحه ېــــې بوله
څــــه د روا څــــه د ګــــناه ســـــــره وه
د ا ېې د مـينې او وفا شيــــبې وې
د نــــاز کاته ېــــې د مسکا سـره وه
افغاني څومره ښې شيــــبی تيريدې
د خوب تعبير مې په رښتيا سره وه
--------------------------------
سميع الدين افغاني
رايسويک - هالند
١ - ١ - ٢٠١٠