ډاکټر حسن کاکړ د تاریخ جزء سو

څرخ ته گــــــــــــــــــــورم په حیرت د زمــــــــــــــانې
زمــــــــــــــــــوږ په برخه ئې راکــــــــــــــــړي جنازې
چي امید مـــــــــــــو یوه ســــــــــــــــــرته وغوړېږي
د مرگي په تېغ ئې غــــــــــــــــــــوڅ کړي رانه پرې
په کلـــــــــــــــــونو روزل ســــــــــــوي ستر مغزونه
په یـــــــــــــــــوه شېبه کي خــــــــــــاوري سي ایرې
پښـــــــــــــــــــتانه و آرامۍ ته پــــــــــــــــیدا نه دي
ســـــــــــــــــــــــرگـــــــــــــــــــــــردانه زېږېدلي له ادې
چي نېستۍ ته د ســــــــــــــرو او ســـــــــــړو گورم
آینده سي را ښـــــــــــــــکاره تـــــــــــــــــوري تیارې
ما به هــــــــله پر مـــــــــــــرگـــــــــــــــــــونو نه ژړلای
کې ځایناستي پاته ســــــــــــــــوي وای دوه درې
په ( لاتقنطوا) د زړه ســـــــــــــوده کـــــــــــــــــــومه
کنه ژوند دئ ډېر بېخـــــــــــــــــــــــــــونده بې مزې
پر کاکــــــــــړو نن بـــــــــــیا تندر د مرگ پرېووت
" حسن" جزء سو د" تاریخ"، " موگ" په پسې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وروستۍ مصرع تاریخي مادې دي او حل ئې د ابجد په حساب داسي دئ :
حسن = ۱۱۸
تاریخ = ۱۲۱۱
موگ = ۶۶ ( د شعري او حسابي اړتیا له مخي همداسي ولیکل سو)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ټول = ۱۳۹۵
پوهاند حسن کاکړ د ۱۳۹۵ش کال دجدي پر ۱۶مه د پنجشنبې په ورځ = ۵ مه د جنورۍ ۲۰۱۷ع په کلیفورنیا کي د ۸۸ کالو په عمر مړ سو. خدای دې وبخښي.
محمدمعصوم هوتک
آشاوا ــ کاناډا
۶ مه د جنورۍ ۲۰۱۷ع
د سهار اته بجې