د رحمان بابا دیوې غزلي نوې موندل سوې انگرېزي ژباړه

 
 محمد معصوم هوتک
د رحمان بابا (۱۱۲۸ هـ ق مړ) کلام لکه په پښتنو کي چي منلی او مشهور دئ، لویدیځوال ادبپوهان هم تر زیاتي اندازې ورسره اشنا دي او ددې بلدیت کریډیټ هغو کسانو ته رسېږي چي په انگرېزي ژبه ئې زموږ د ژبي ددغه منلي عارف کلام ژباړلی دئ.  د پښتو ادب څېړونکو ته دا معلومه ده چي د رحمان بابا د کلام انگرېزي ژباړه د موهن لال منشي (Mohan Lal Munshi)، لیفټنینټ لیچ (Lieut. Leach)، واگهن (Vaughan)،هنري جورج راورټي (Henry George Raverty) او ټریور چیچلي پلاوډن (Trevor Chichele Plowdon) لخوا سرته رسېدلې ده، خو په دې به خبر نه وي چي د بابا دکلام په انگرېزي ژباړه کي د تامس پاتریک هیوز (۱۸۳۸ ــ ۱۹۱۱ع) قلم هم چلېدلی دئ.
هیوز (Thomas Patrick Hughes)چي زموږ د پوهانو او څېړونکوپه لیکنو کي د پادري هیوز په نامه ډېر پېژندل سوی دئ،د عیسوي مبلغینو په ډله کي پېښور ته تللی وو(۱۸۶۴ع) او هورې ئې شل کاله کړي دي. په دې شل کلنه استوگنه کي ئې پښتو او عربي زده کړې ده او پر اسلام او پښتنو باندي ئې کتابونه لیکلي دي. ده په پښتو ژبه د (کلید افغاني) په نامه یوکتاب هم کښلی دئ او په هغه کي ئې د پښتو نظم و نثر زیاتي نمونې خوندي کړي دي. هیوز په پېښور کي تر شلو کالو استوگني وروسته انگلستان ته تللی دئ، له هغه ځایه ئې د امریکا متحده ایالاتو ته  کډه بار کړې ده او د مرگ تر وخته په نیویارک کي اوسېدلی دئ. ده په نیویارک کي ئې د (Ruhainah) په نامه یوه کیسه لیکلې ده چي په هغې کي ئې د یوه هراتي اتل چي دی ئې " رستم هرات" بولي او یوې افغاني پېغلي داستان راوړی دئ. ما (هوتک) چي پخپل کتاب (پښتو متون سمېدل غواړي) کي د پادري هیوز په باب  څه خبري کښلي دي (۱ / ۱۷۱ ، ۱۷۴ مخونه) هورې مي ددغه کتاب یادونه ځکه نه ده کړې چي په هغه وخت کي زماسره په دې باب معلومات نه ول. په دې تېرو څو ورځو کي د امریکا د کانگریس لایبرېرۍ د ډیجیټل کتابتون  د خپرېدو له برکته راته ددغه کتاب د لوستلو موقع برابره سوه چي همدا اوس ئې کاپي زما مخ ته پرته ده . دا نسخه د نوموړي کتاب دوهم چاپ دئ چي په ۱۸۹۶ع کي له نیویارک څخه خپور سوی دئ. هیوز ددې کتاب په سریزه کي لیکي :
ترجمه :"  یوولس کاله پخوا، امریکاته  دراتگ پروخت ما دغه کیسه د (Evan Stanton) په مستعار نامه (nom de plume) وکښله او ډېر ژر  یوه ادبي ماجراغوښتونکي ادعا وکړه چي دی ئې لیکوال دئ. ددې خبري یادونه ماته لازمه ده چي ما په پښتنو کي شل کاله ژوند کړی دئ. د هغوی د ژبو او کلچر د پوهېدو ویاړ ئې لرم. ددې کیسې زیاتره برخي له واقعي ژوند څخه رااخیستلي سوي دي...." داچي د هیوز په لیکلو آثارو کي ددغي کیسې نوم نه ترسترگو کېږي، لامل ئې دادئ چي کیسه اول وار په مستعار نامه چاپ سوې وه.
دا سریزه ئې د ۱۸۹۶ ع کال د مې پر ۲۱مه لیکلې ده او په دې ډول ویلای سو چي ددې کیسې د لیکلوکال ۱۸۸۵ ع دئ. په دې باب چي لومړی چاپ ئې په کم (کوم) کال کي راوتلی دئ؟ او داچي دغه ادبي ماجرا غوښتونکی څوک وو؟ زما سره اوس د ویلو څه نسته.
ددې کیسې په ۱۶۸ ــ ۱۶۹ مخونو کي د موضوع په ارتباط د رحمان بابا د هغي غزلي انگرېزي ژباړه راغلې ده چي مطلع ئې داده :
مخ د یار شمس و قمر درې واړه یو دي
قد و ســـــــــروه صنوبر درې واړه یودي
زما د معلوماتو له مخي ددې ژباړي په باب زموږ په ادبي څېړنو کي پخوا چا څه نه دي لیکلي او دا لومړی وار دئ چي زه ئې درنو لوستونکو ته وړاندي کوم.
دا غزل چي د رحمان بابا ددېوان په ټولو چاپو کي څورلس بیته ده، په دغه کیسه کي ئې نهه بیته ژباړل سوي دي. د همدې غزلي انگرېزي ژباړه د راورټي په (Selections from the poetry of the Afghans) کي او د کلید افغاني په انگرېزي ژباړه کي هم راغلې ده. لکه وړاندي چي مي هم اشاره ورته کړې ده، کلید افغاني د پادري هیوز لخوا راغونډ سوی کتاب دئ چي ټریور چیچلي پلاوډن په ۱۸۹۳ع کال په انگرېزي ژباړلی دئ. پادري هیوز دمولوي احمدجان په مرسته د رحمن بابا دېوان هم خپور کړی دئ (۱۸۷۷ع ــ لاهور) چي همدغه چاپ ئې بیا د سیدرسول رسا له دیباچې سره د یونیورسټي بُک ایجنسۍ ــ پېښور لخوا په ۱۹۷۶ع کي خپورسوی دئ. د پادري هیوزد کلیدافغاني ژباړه زمو تر بحث لاندي کیسې تر لیکلو اته کاله وروسته خپره سوې ده. په دغه کیسه کي د رحمان بابا د پورتنۍ غزلي ژباړه او دکلیدافغاني د انگرېزي ژباړي ترمنځ ډېر جزئي توبیرونه سته او داسي ښکاري چي د کلید افغاني د انگرېزي ژباړن ( ټریور چیچلي پلاوډن) سره د هیوز په دغه کیسه کي راغلې ژباړه موجوده وه. ټریور چیچلي ئې ځیني کلمات ور اړولي دي او کم (کوم) بیتونه چي له هیوز څخه ناژباړلي پاته سوي ول، هغه ئې هم پر زیات کړي دي. د راورټي د ترجمې او ددغو دوو ترجمو ترمنځ ډېر توپیر لیدل کېږي. زه به دلته د هیوز دغه ژباړه له پښتو اصل سره بیت په بیت راوړم . هیله ده چي زموږ د ادبي څېړونکي په درد وخوري. ددې لیکني په دوهمه برخه کي به که د خدای رضا وه، د موهن لال او لیفټینینټ لیچ لخوا د رحمان بابا د کلام پر ژباړو هم وږغېږم.
 
مخ د یار شمس و قمر درې واړه یو دي
قد و سروه صنوبر درې واړه یو دي
The face of one’s beloved, the sun, the moon, all three are just the same.
Her figure, the cypress, and the fir-tree, all three are just the same.
+++++++++++++
حاجت نه لرم په شهدو په شکرو
لب د یار شهد و شکر درې واړه یو دي
No need have I for honey, nor for sugared sweets,
Honey, sugar, and my mistress’ lips, all three are just the same.
++++++++++++++
که بې یاره په بستر د پاسه پروت یم
نار و خاوري دا بستر درې واړه یو دي
If I on my couch recline, of my true love bereft,
Lo! Fire, the bare earth, my couch, all three are just the same.
+++++++++++++
خدای د یار د هجره هیڅوک خبر مه کړه
تاخت و قتل دا خبر درې واړه یو دي
May God ne’er cause my exile from His love to know,
Tyranny, murder, and this exile, all three are just the same.
+++++++++++
هغه دم چی سړی درومي له جهانه
توري خاوري، سیم و زر درې واړه یو دي
The instant that a mortal from this world departs,
Black earth, white silver, gold, all three are just the same.
++++++++++++++
قلندر چي په رشتیا قلندري کا
خان سلطان و قلندر درې واړه یو دي
When the devotee, in very truth, to devotion doth resort,
A prince, a king, and he, all three are just the same.
+++++++++++++++
ور دي نه شي په پردیه ځمکه هیڅوک
کور و کر و مبصَّر درې واړه یو دي
No one should wanderings make into a foreign land,
For there blind, deaf, and one who sees, all three are just the same.
++++++++++++++++
په دوکان د نابیناوو جوهریانو
خرمهرې لعل و گوهر درې واړه یو دي
In the stores and in the marts of jewellers who are blind,
Glass beads, rubies, pearls, all three are just the same.
++++++++++++++++
په سبب د ظالمانو حاکمانو
گور و اور و پېښور درې واړه یو دي
Because of unwise rulers, who despotic tyrants are,
Hades, hill-fire, and Peshawur, all three are just the same.
++++++++++++++++
( نور بیا)