د زړه خواله او پښيماني!

روستي ارقام ښکاره کوي چې امریکې په ۲۰۱۶ کال په عراق کې ۱۲۰۹۵، په سوریه کې
۱۲۱۹۲، په افغانستان کې ۱۳۳۷، په ۴۹۶ او ...بمونه اچولي دي.
ددې بمونو استعمالوونکي او د دې استعمال ته زمینه سازي چا کړې دا هغه سوال دې چې مونږ هریو ته او په خاص ‌‌‌‌‌‌ډول افغان د وخت حکامو ته چې افغانستان ته د حاکمیت لپاره دیسانت شول، متوجه دی. دا بمونو ته به چا لار هواره کړي وي.
الله تعالی دې ورته بښنه و کړي.
خو لږ جدي تعمق پکار دی.
د رمبو د فلم د غشي ستر خطرناکه بمب کې کلۍ د خاین سره الوزي او انفجار کوي، واړه، زاړه ، غوا او خوسۍ، ونه، او ګل، مور، پلار او بلاخره هرڅه الوزي او منفجر کیږي خو مونږ ورته ګورو او چک چک کوو او وایو ودې لید خاین یې وویشت.
د كندز په تیر یوه میاشت بمبارد کې چې زاړه او واړه، کشر او مشر، غوا او خوسی خلاصه ټول تباه کړای شول، خو زمونږ قومندان صیب د زون استدلال کاوه چې د طالب مشران مو هم ووژل. ما ورته کړل او هغه هم چې ټوله دنیا په ژوندۍ بڼه اوریدل، قومندان صیب هغه ستا کار چې څه مخالفين دې وویشتل خو په یقین سره دې خطا کار وکړ چې دېر بې ګناه مسلمانان دې ووژل او دا په هیڅ صورت هیڅ مبرر شرعي او انساني مبرر نه لري. کاشکې دا جنایات یواځې 16 کاله مخکې وای او اوس ختم وای. دا له ‌‌‌‌‌‌ډېر پخوا پر دغه مظلوم ملت پېل او دا لړۍ ادامه لري کله لږ او کله زیاد.
١٦ كاله مې لیکل او ویل او اعتراض مو کاوه چې حاکمیت بې کفایته او افغان وژنه او جینوساید او ‌‌‌‌‌‌ډېر ځلي قومي جینوساید روان دی. خو مونږ ته یې توصیه کوله چې د ګیلاس ‌‌‌‌‌‌ډک خوا وګوره او زهر مه شینده. اوس نو څه وشي؟
اقرار په خپله خطاء او د الله (ج ) له درباره عفوه او د ممکنې، نسبي تصحېح هڅه.
بله لار نه شته.
الله دې مغفرت وکړي.
هغه چې خطاء کړې او اقلا د اقرارشهامت لري او تصحیح کې لاس په کار دی، بیا بې هم د مفغرت د امید لاره او هڅه پیل کړې او د قدر وړ خبر ده. وای پرحال د هغو چې هم یې جنایت وکړ او هم د هغو پرکولو پښیمانه نه دي او له ټولو بده چې بیا ځان برحقه هم ګڼي.
آنکس که نداند و نداند که نداند
در جھل مرکب ابد الدھر بماند.
الھی خاتمه مو ښه کړې
الهې آخره خبر مو:
لا اله الا الله - کړئ.
آمین یارب العالمین