
په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان لوی او نومیالی مورخ او محقق، پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ د ورپېښې ناروغۍ له امله له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
ارواښاد پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ د خپل خوږ عمر په اوږدو کې بې سارې علمي څېړنې ترسره کړي او د افغانستان د تاریخ په اړه یې خورا مهم او معتبره علمي آثار لیکلي دي.
نوموړی همداراز د هېواد دننه او بهر په بیلابیلو پوهنتونونو او ځېړنیزو مرکزونو کې تدریسي او تحقیقي فعالیتونو درلودل.
ارواښاد پوهاند کاکړ د افغانستان د آزادي په مبارزاتو کې هم فعاله ونډه درلوده.
د هېواد په تاریخي او فرهنکي ډګر کې د ده خدمتونه نه هېرېدونکي او مړینه یې د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه ده۰
ارواښاد پوهاند کاکړ ته د لوی خدای له درباره د جنت او کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر استدعا کوم.
حامد کرزی
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس