ايران کې د «امام خميني» په نوم په يوه روغتون کې، د يوې ميرمنې د ينې د پيوندولو له عملياتو نه په دې دليل انکار وشو، چې دوی شک درلود چې کيدی شي افغانه وي.
د جهان اقتصاد په نوم يوې رسنۍ، د دغه ميرمنې د ۳۵ کلن وراره له قوله د یادې ميرمنې د تابعيت په هکله ليکلي: «موږ ستاسو هېوادوال او د سرحدي سيمو د بلوچستان او سيستان اوسيدونکي يو او څو کاله کيږي، چې د ګلستان سيمې د ګنبد په ولسوالۍ کې ميشت يو. زما د اکا ميرمنې له زياتې مودې راهيسې د ينې درد درلود او دې ته اړ شو، چې ۱۰ ورځې مخکې تهران ته راشو. په دې لسو ورځو کې مختلف طبي ټسټونه او نور تر سره شول، خو کله چې د عملياتو وخت راغی جراح ډاکتر په دې شک، چې دغه ميرمن افغانه ده، د ينې له پيوند کولو نه انکار وکړ او د ډاکتر يوازينې دليل همدا و، چې تذکره يا کوم بل سند نشته، نو دا ميرمن افغانه ده. په داسې حال کې چې ټول په دې پوهيږي، چې موږ د ايران د کوچیانو له قوم او د سرحدي سيمې اوسيدونکي يو او زما د اکا ميرمن ۳۵ کاله کيږي، چې د ګنبد سيمې ته راغلې.»
د يادې رسنې د رېپوټ له مخې، که څه هم د دې ميرمنې ميړه، د قانوني ډاکتر له لارې اسناد او د پلار او نيکونو اسناد، د ډريورۍ ليسنس او نور لاسوندونه وړاندې کړي وو، خو بيا يې هم عملیات ترسره نشول، چې دا پخپله توکم پالي ده.
د یاد روغتون مسؤلينو ويلي، چې د ايران د قانون پر بسټ «د ايراني اتباعو د غړو پيوند، غير ايرانیانو ته جواز نلري.»
د یادونې ده، چې د ايران اخوندي دولت، تل د «سه کشور فارسي زبان» د شعار په ورکولو، او افغانستان کشور دوست و برادر په نوم سره يادوي او غواړي په سيمه کې خپل کلتوري یرغل نور هم پراخ کړي. خو په سيمه کې د دوی مداخلې دومره زياتې شوي، چې حتا په تاجکستان کې د دوی د کلتور او جوړو شوو کلماتو پر وړاندې د دولت لخوا غبرګون ښودل شوی، خو په افغانستان کې يو شمېر ستمي کړۍ، بیا هم غلامۍ او جاسوسۍ ته دوام ورکوي؛ د دوی په ګټه کار کوي او د سوريې جګړې لپاره د سرتيرو په چمتو کولو کې هم مرسته کوي.
د نړۍ په زیاتره هېوادونو کې هغه محصلين، چې د طب په څانګه کې زده کړې پيلوي، ترې ژمنه اخيستل کیږي، چې تر زده کړو وروسته به هيڅکله او په هيڅ دليل د يوه ناروغ له درملنې نه انکار نه کوي، که هغه حتا جنايتکاره يا کوم بل ګواښمن کس وي.
وروستي