
د چين رسمي خبري رسنۍ «شين هوا» په يوه مقاله کې، د امريکا نوی ټاکل شوی جمهور رييس ډونالډ ټرمپ ښکنلی (غندلی)، چې ټویټر د ديپلوماسۍ لپاره کاروي.
ټرمپ په ټویټر کې په دې مشهور شوی، چې په دې وروستيو کې داسې نا اټکل شوي څرګندونې کوي، چې د امريکا له سیاست سره اړخ نه لګوي او د چين په هکله يې هم جنجالي مسايل مطرح کړي دي.
د يادې رسنۍ په مقاله کې ليکل شوي: «ديپلوماسي د ماشومانو لوبه نده ـ او هيڅکله بايد د سوداګريزو موخو لپاره ترې کار وانخيستل شي. هماغسې، چې د امريکا پخوانۍ د بهرنيو چارو وزيرې ميرمن مادلين البرايت ويلي، ټويټر د ديپلوماسۍ وسيله نده.»
ټرمپ وړمه ورځ چين په غوږ وهلی و، چې د شمالي کوریا د اټومي پروګرام د مخنيوي لپاره يې کافي اقدامات ندي کړي.
ده همداراز ويلي، چې چين په مصنوعي توګه د خپلو پيسو د ارزښت بیه ټيټه ساتلې، په سويلي سمندر کې يې پوځې مانور پيل کړی او دا يې هم په ډاګه کړې، چې د تایوان د جمهور رييس سره يې مستقيمې خبرې کړې، هغه څه چې د امريکا د ډير وختي سیاست سره په ټکر کې دي.
چين په رسمي توګه تر اوسه د ټرمپ د څرګندونې په هکله غبرګون نه ښودو، تر څو چې نوموړي د «واحد چین» شتون باندې شک څرګند نکړ. د چین بهرنيو چارو وزارت، تر دغو څرګندونو وروسته غبرګون ته اړ شو.